د غزې بمباریو ته د طالبانو غبرګون: نړیواله محکمه دې سمدستي او جدي اقدام وکړي

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسرائیل د بریدونو په وړاندې د فلسطیني ولس ملاتړ کوي او د فلسطینیانو پرضد بریدونه غندي.

د طالبانو دغې محکمې د غزې بمبارۍ او ددغې تړانګې محاصرې ته په اشارې سره ویلي چې “د اسرائیل دغه جنایتونه” له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

په دغه اعلاميه کې راغلي دي: “د اسرائیل د صهيونېستې او غاصب رژيم پوځيانو د نړيوالو قوانينو خلاف د غزې پر اوسېدونکو هر ډول خوراکي مواد، اوبه، درمل، برېښنا او د ژوند نور ضروري سامانونه بند کړي دي چې له امله یې د غزې او ځینو نورو سیمو مظلوم مسلمانان له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. “

د طالبانو د حکومت سترې محکمې همداشان د [جرمونو] له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې ددغو “جرمونو” په هکله سمدستي او جدي اقدام وکړي.

دغې محکمې همداشان له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطیني ولس ملاتړ وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې د دې کړکېچ په اړه رسمي دریځ نه و غوره کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د دې ډلې یوازنی مقام دی چې پخوا یې د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه څرګندونې کړې وې.

حقاني په پکتيا ولايت کې په يوه غونډه کې پر غزې د اسرائيل د بريدونو په تړاو د اسلامي هېوادونو پر چوپتيا خواشيني څرګنده کړې وه او ویلي وو، چې که څه هم طالبان د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو له مسلمانانو سره خواخوږي لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څو ځلې او وروستی ځل د غزې پر یو روغتون باندې د برید په اړه چې شاوخوا ۵۰۰ کسان په کې ووژل شول د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د خپلې خاورې او مقدساتو د ازادۍ لپاره د فلسطیني ولس هر ډول دفاع او مقاومت د هغوی مشروع حق دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د غزې په تړانګه د اسرائیل محاصره غندلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دغه کړکیچ ته رسیدګي وکړي.

د اکټوبر د میاشتې د اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پیل شوی تر اوسه د اسرائیلي مقاماتو په وینا په اسرائیل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ زیات کسان یرغمل نیولي دي.

پر اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو پر غزه هوایي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا له ۹۸۰۰ زیات فلسطینیان په کې وژل شوي دي چې اکثر یې ماشومان او ښځې دي. همداراز په دغه بریدونو کې په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د غزې بمباریو ته د طالبانو غبرګون: نړیواله محکمه دې سمدستي او جدي اقدام وکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*