د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه پریکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ، ډسمبر ۲۹ (مرغومی اتمه)‌ د رایو په اکثریت هغه پریکړه لیک تصویب کړ چې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو لخوا چمتو شوی و.‌

د ‘خپلواکې ارزونې’ په اړه دغه پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو، خو روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.‌

د دغه پریکړه لیک مسوده د جاپان او متحده عربي اماراتو له خوا ترتیب شوې وه. تر دې مخکې هم د امنیت شورا غړو په بېلابېلو وختونو کې د دغه هېواد د وضعیت د ارزونې لپاره غونډې کړې وې.

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۶۷۹ پریکړه لیک کې ددغه سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتې و، چې د افغانستان د وضعیت یوه خپلواکه ارزونه وکړي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د رسیدګۍ په موخه د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې د یوې همغږې نړیوالې تګلارې په اړه خپلې مشورې ورکړي.

د روان کال د اپریل په ۲۵مه، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر، ترکیې ډپلومات فریدون هادي سينيرلي اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي توګه وټاکه.

سينيرلي اوغلو افغانستان ته په سفر او د طالبانو له مشرانو، په بهر کې مېشتو مشهورو افغانانو او د سیمې او نړۍ له ښکېلو هېوادونو سره د لیدنې له لارې وضعیت وارزاوه.

دغه ارزونه کې وړاندیز شوی، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د تضمین لپاره باید د ټول شموله حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره یو ملي بحث پیل شي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي راپور کې د افغان میرمنو او نجونو په اړه راپور کې د مشورو د اخیستلو پر مهال د طالبانو د استازو په ګډون د “هر افغان سره چې مشوره شوې” د افغان میرمنو او نجونو وضعیت مسله د نورو مسلو پرتله ډیره زیاته یاده شوې ده.

د ښاغلي اوغلو په راپور کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

ارزونې کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو وضعیت – په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه تر ټولو پراخه مسله وه چې په دې مشورو کې مطرح شوې. ارزونه زیاتوي، چې افغان ښځو او نجونو، سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، د روغتیا او پوهنې د چارو کارپوهانو او همدارنګه د طالبانو ګڼو استازو پر دې موضوع ټینګار کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو افغان نجونې د شپږم ټولګي پورته په منځنیو او لیسه ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او نړیوالو ادارو او موسسو کې له کار کولو څخه بې برخې کړي دي. همداشان ښځې عامه پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته له تګ منع دي.

په دې ارزونه کې راغلي: “[طالب مقامات] هڅه کړې چې دا محدودیتونه د اسلامي عقایدو او افغاني عنعناتو د یوې برخې په توګه توجیه کړي، خو د اسلامي همکاریو د سازمان په هیڅ غړي هیواد کې ورته محدودیتونه نشته دي او ډیر افغانان د طالبانو (د دغو بندیزونو له روایت او تعبیر) سره مخالف دي.”

د ملګرو ملتونو په ارزونه کې ویل شوي چې دا محدودیتونه نه یواځې د ملګرو ملتونو په منشور یا نړیوال قانون کې له لیکل شویو ارزښتونو سره سمون نلري، بلکې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات په ګټه هم نه دي.

خو طالبانو په وار وار ادعا کړې چې ښځو ته يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي او که وضعيت ښه شي نو د نجونو پر مخ به د ښوونځي دروازې پرانيزي.

دوی ټینګار کړی چې نور بندیزونه د دیني لارښوونو پر بنسټ وضع شوي او نړۍ باید ورته درناوی وکړي.

په ارزونه کې دا هم راغلي چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ چې میلیاردونه ډالره کېږي، د خوشې کېدو لپاره یوه حل لاره ومومي.

پدغه ارزونه کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخیستل شي، راغلي دي، چې یو شمیر غړي هیوادونه “په افغانستان کې د القاعدې د غړو په ګډون د ترهګرو ډلو دوامداره حضور تائیدوي.”

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو په حواله ویلي، چې په دغو ډلو کې ځینې یې د طالبانو له عناصرو سره تړاو لري.

په ارزونه کې راغلي چې طالبانو د دغو ترهګرو ډلو د شتون او پر وړاندې یې د چال چلند په موخه، نړیوال تعامل ته “محدود غبرګون” ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې ورځې په پرېکړه لیک کې د افغانستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او همدارنګه د دغه هېواد د خلکو پر دوامداره ملاتړ ټینګار شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کې بشردوستانه مرستې، د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، د مذهبي او قومي لږکیو حقونه، امنیت، ترهګرۍ، نشه یي توکي، ټولنیز او اقتصادي کړکیچ، خبرې اترې او ډیالوګ، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت د هغو ننګونو څخه ګڼل شوي چې افغانستان اوس وخت ورسره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې د سولې او امنیت د ټینګښت په هڅو کې د ښځو د بشپړ، مساوي او مانا لرونکي ونډې پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو “د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو اساسي ازادیو ته د درناوي د کمیدو، په ځانګړې توګه ښوونې او روزنې، اقتصادي فرصتونو، کار، عدالت او بنسټیز خدماتو ته د ښځو او نجونو د نه لاسرسي په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړی ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه پریکړه لیک تصویب کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*