د نفوس نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د نفوسو ډېروالی او د کډوالو راستنېدل

💬0

د نفوس نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د نفوسو ډېروالی او د کډوالو راستنېدل

نن د جولای ۱۱مه چې د چنګاښ له شلمې سره برابره ده، د نفوسو نړۍوالې ورځ ده.

دغه ورځ په داسې حال کې را رسیږي چې افغانستان کې د نفوس زیاتوالی، د ټول هېواد په کچه د دقیقې سرشمېرنې نشتوالي او د کډوالو پراخ بېرته را ستنېدو د هېواد پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کړې دي.

په ورته مهال، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اټکل کړی چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د افغانستان نفوس له ۳۷ میلیونو څخه ډېر دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند، محمدحلیم رفیع په دې اړه طلوع‌نیوز ته لاندې معلومات ورکړل:

  • د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۴۹ سلنه ښځې او ۵۱ سلنه نارینه دي
  • نږدې ۷۰ سلنه وګړي، چې شاوخوا ۲۶ میلیونه کسان کېږي، په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي
  • شاوخوا ۲۶ سلنه وګړي، چې نږدې ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره تنه کېږي، په ښارونو کې مېشت دي
  • کابل د شاوخوا ۶ میلیونه او ۴۰۰ زره وګړو په لرلو سره د هېواد تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی

ورته مهال، اقتصادي شنونکی، عبدالظهور مدبر په دې اړه وايي: «د نفوسو زیاتوالی او کموالی دواړه هم ننګونه کېدای شي او هم فرصت. که د افغانستان نفوس زیات شوی وي او د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شوې وي، نو دا خپله یو فرصت ګڼل کېدای شي.» 

بل لور ته، د ۲۰۲۳ کال له نوامبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې، له ایران او پاکستانه تر ۶ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، د دغو کډوالو له بېرته راستنېدو وروسته، د افغانستان نفوس په ۲۰۲۶ کال کې ۴۸.۶ میلیونه تنه دی.

د اقتصادي چارو کارپوه، سید مسعود په دې اړه وايي: «شپږ میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. له دغو شپږ میلیونو بېرته راستنو شویو کډوالو څخه ۷۵ سلنه یې ځوانان دي. دا په دې پورې تړاو لري چې دغه ځوانان څنګه مدیریت کېږي او له وړتیاوو څخه یې په څه ډول ګټه اخیستل کېږي.» 

یو شمېر هېوادوال له حکومته غواړي چې د نفوس د زیاتوالي د مدیریت او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اغېزناک پروګرامونه پلي کړي.

د کابل اوسېدونکي جمعه رضایي وویل: «هر څومره چې نفوس زیاتېږي، حکومت باید ورته لا غوره اسانتیاوې برابرې کړي. که اسانتیاوې برابرې نه شي، نو عامه پوهاوی باید ترسره شي، څو خلک لږ اولادونه وزېږوي او د هغوی پالنه په ښه ډول وکړای شي.» 

دغه راز د بلال په نوم د کابل یوه بل اوسېدونکي وویل: «له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې نورو ولایتونو ته هم ډېره پاملرنه وکړي، څو په مرکزي ولایتونو کې د نفوسو ګڼه‌ګوڼه کمه شي.» 

دغه ورځ له ۱۹۹۰ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري د نفوسي مسایلو، د روغتیا او دوامدار پرمختګ په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو په موخه نمانځل کېږي.

د وروستیو اټکلونو له مخې، د نړۍ نفوس اوس شاوخوا ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیونو ته رسېدلی دی. 

هند د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او چین په دویم ځای کې قرار لري

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د نفوس نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د نفوسو ډېروالی او د کډوالو راستنېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*