سعودي عربستان د نوي سیکولر ملي هویت جوړولو هڅې پیل کړي

سعودي عربستان د نوي سیکولر ملي هویت جوړولو هڅې پیل کړي
سعودي عربستان د نوي سیکولر ملي هویت جوړولو هڅې پیل کړي

د مسلمانانو قبلې کعبې شریفې ته ورته د یوې نوي سوداګریزې ودانۍ جوړول، د رخصتیو په ورځو کې بدلون او د روژې لپاره نوي مقررات په سعودي عربستان کې د یوه داسې نوي ملي هویت جوړلو نخښې دي چې له دین سره تړاو نه لري.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په پام کې لري چې د سعودي په پلازمینه ریاض کې یوه ستره معکب شکله وداني جوړه کړي. د سعودي ولیعهد د «نیو کیوب» په نوم پروژه کې به دا وداني ۴۰۰ متره لوړه او پراخه وي لکه څنګه یې چې له نوم څخه څرګندیږي.

ټاکل شوې چې د نوي مکعب شکله ودانۍ د جوړولو چارې به په ۲۰۳۰ کال کې بشپړې شي او ودانۍ به ظاهراً د کعبې په څېر وي. د هوټلونو سربیره به دا ډېر تفریحي ځایونه ولري.

په دې اړه د کیمبرج پوهنتون څخه د سیاسي چارو کارپوه برونو شمیت فیویرډ وايي، چې په سعودي ټولنه کې کلتور د دین ځای نیسي او اوس د معمارۍ له پلوه کعبه یوازینی شی نه دی، چې د مکعب یا «کیوب« په څیر وي.

نوی ملي هویت

نوی مکعب، چې د کمرشل یا تجارتي کعبې په نوم هم یادیږي، په سعودي عربستان کې د نوي ملي هویت د رامینځته کولو په لور لومړی ګام نه دی، یو داسې ملي هويت چې له مذهب سره تړاو نه لري.

 تېر کال د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز یو شاهي فرمان صادر کړ، چې له مخې یې هر کال د فبرورۍ ۲۲مه د سعودي عربستان د تاسیس د ورځې د لمانځلو په موخه رخصتي اعلان شوه. تر دې مخکې د سعودي عربستان ملي ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳ لمانځل کېده.

 فیورارډ وايي، د فبرورۍ ۲۲مه د سعودي د پاچا له لوري پخپله ټاکل شوې یوه نیټه ده چې هېڅ مذهبي اساس نه لري. د هغه په ​​وينا، په دې ورځ د سعودي عربستان د تاسيس د ورځې د نمانځلو تر شا ملي فکر پروت دى او د دې نوښت موخه غير مذهبي رخصتي ده. په دې ډول په ورته یو بل اقدام کې تېر کال د سعودي ولیعهد اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان د تاسیس کال یې له ۱۷۴۴ څخه ۱۷۲۷ ته بدل کړ. 

د سعودي د وليعهد د «نوي مکعب» په نوم دا پروژه ډېره ستره ده
د سعودي د وليعهد د «نوي مکعب» په نوم دا پروژه ډېره ستره ده

تر دې مخکې، د سعودي د تاسیس تاریخ په ۱۷۴۴ کې  د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ او د دیني عالم محمد بن عبدالوهاب ترمنځ د یوې موافقې په اساس ټاکل شوی و. په بدل کې یې په دې تړون کې د سعودي شاهي کورنۍ ژمنه کړې وه، چې له وهابیت سره به مالي ملاتړ کوي او د تعلیم او عامه اخلاقو په چارو کې به واک ورکوي.

محمد بن عبد الوهاب ژمنه کړې وه، چې په سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ واکمني له مذهبي اړخه تصویب کړي. په داسې  حال کې چې په ۱۷۲۷ کې  محمد بن سعود د دولت کنټرول ترلاسه کولو وروسته د لومړي سعودي دولت د بنسټ ایښودونکي په توګه واک په غاړه اخیستی و. 

 د فیوررډ  په اند، په سعودي کې د مذهب رول د سعودي د دولت د جوړولو د “بیا تعبیر” له امله کم شوی دی.  په دې اونۍ کې  د سعودي د اسلامي چارو وزارت هم د روژې په مقرراتو کې لوی بدلونونه اعلان کړل، کوم چې به د مارچ له ۲۲ وروسته عملي شي.

د سعودي د اسلامي چارو وزارت د جوماتونو لپاره د چندې راټولولو او هلته د سحر او افطار په خوړلو بندیز لګولی دی. د هغه د حکم له مخې، په جوماتونو کې به د لمانځه موده لنډه ساتل کېږي او ماشومانو ته به هلته د لمانځه اجازه نه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې جومات ته تلونکي خلک باید خپل هویت کارت له ځانه سره راوړي.

 له مسجد نبوي او مسجد الحرام پرته به په نورو جوماتونو کې د لمونځ کوونکو شمېر محدود شي او په تلویزیونونو کې د لمانځه پر ژوندیو نشراتو هم بندیز لګول شوی دی.

شنونکی سمیع حمیدي په دې اړه وايي، چې دا د ملي هویت د جوړیدو په لور یو بل ګام دی، چې اصلي ستنه به یې اسلام نه وي. هغه په ​​​​ټویټر کې د خپل نظر په څرګندولو سره وویل: «ایم بی ایس (محمد بن سلمان) اسلام د عامه ساحې څخه لرې کوي.»

سعودي عربستان ټولنې د ذهنیت بدلون

 په سعودي عربستان کې د دغو اقداماتو پراخ مخالفت نه دی شوی. فیورارډ وايي، د سعودي د خلکو له خوا د دغو اقداماتو د منلو لپاره څو لاملونه  شتون لري.

 نوموړي د دې دلایلو په اړه زیاتوي، چې ډېرى سعودي اتباعو د پاچا عبدالله سکالرشپ له لارې په بهر کې زده کړې کړې دي او له همدې امله په خپل هېواد کې د نوښت له ليدلو سره هم په راستنېدو کې ډېرکلتوري توپير نه احساسوي.

دا مهال د سعودي دولت لومړیتوب ځوانانو ته د تعلیم او کار زمینه برابرول دي. دا د هغو لویو اقتصادي بدلونونو برخه ده، چې په سعودي عربستان کې په ۲۰۱۶ کال کې د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا د «ویژن ۲۰۳۰» یا [د ۲۰۳۰ لید لوری] له مخې رامنځ ته شو، چې یوه موخه یې سعودي ته د نوښت راوستل دي.

په پایله کې سعودۍ ښځې اوس زیات حقوق لري. اوس هلته سینماوې هم پرانستل شوي او د امرباالمعروف او نهی عن المنکر کمیسیون هم لغوه شوی دی. فیورارډ وايي، چې سعودي عربستان اوس له ټولنیز پلوه ډیره ازادي لري، خو «سیاسي فعالیت ته لا هم حوصله نشته» او «منتقدین د خلکو او ملت د غدارانو په توګه انځوروي.»

دویچه ویله د دې مقالې په اړه له سعودي چارواکو سره اړیکه ونیوله، خو د خپرېدو تر وخته یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سعودي عربستان د نوي سیکولر ملي هویت جوړولو هڅې پیل کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*