سعودي عربستان خپل دوه پوځيان د ‘خیانت’ په تور اعدام کړل

د سعودي عربستان د دفاع وزارت، نن پنجشنبې د سپټمبر۱۴ (وږي۲۳مه) ددغه هېواد دوه پوځیان چې په “خیانت” او نورو جرمونو تورن وو، اعدام کړل.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس، د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په حواله لیکلې، چې دغه دوه پوځیان چې یو یې پیلوټ او بل یې د اردو بریدمل و، په ۲۰۱۷ کال کې د خیانت، د ملي ګټو او پوځي محرم رازونو په ساتنه کې د پاتې راتلو په تور نیول شوي او بیا په مرګ محکوم شوي وو.‌

د سعودي خبري اژانس وړاندې لیکلې، دوی اړوندې محکمې ته معرفي شوي او پر خپلو تورونو یې اعتراف کړی دی.

د سعودي ددفاع وزارت په خبرپاڼه کې ددغو جرمونو د جزیاتو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په ۲۰۱۶ کال کې د سعودي پوځ په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو سره په پراخه جګړه کې ښکیل شو.

همداراز، سعودي عربستان په ۲۰۲۱ کال کې ددغه هېواد درې پوځیان د “خیانت” او “دښمن سره د همکارۍ” په تور اعدام کړل.

سعودي عربستان د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله په نړیواله کچه تر څارنې لاندې دی. د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو د شکنجو او غیرعادلانه محکمو تورونو ته په اشارې، پر ریاض غږ کړی چې د اعدام سزا پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان تېره اوونۍ وویل چې سعودي سږ کال،‌ سل کسان او تیر کال، ۱۹۶کسان اعدام کړي دي چې دا په تیرو دریو لسیزو کې ترټولو لوړه شمیره ده.

په ورته وخت کې،‌ د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ عربستان د ۲۰۳۰م کال د لیدلوري په نوم د اصلاحاتو اجنډا تعقیبوي، چې موخه یې دا دی چې دغه هېواد د نړیوالې سوداګرۍ او ګرځندوی په مرکز بدل کړي.

خو ددې سره سره، د سعودي چارواکي د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله تر نیوکو لاندې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سعودي عربستان خپل دوه پوځيان د ‘خیانت’ په تور اعدام کړل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*