ماشومانو ملاتړ اداره: ستنیدونکي افغان کډوال په لوړه کچه په ناروغیو اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو ماشومانو د ستنیدلو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې زرګونه ستنیدونکي کډوال مخ په زیاتیدونکي ډول په لوړه کچه په خطرناکو ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ نومبر۱۷ (لړم ۲۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په زرګونو افغان کډوال چې په وروستیو اونیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي د ستنیدونکو په کمپونو کې د ماشومانو د سخت نس ناستي په ګډون پر سختو ناروغیو د اخته کیدو د جدي ګواښ سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي: ” په تیره میاشت کې د ماشومانو د ساتنې په یو مرکز کې د تنفسي ناروغیو له دریو زرو څخه زیاتې پیښې او د ماشومانو د نس ناستي ۱۲۰۰ پیښو رپوټونه ورکړل شوي دي. دا پیښې د هغو کورنیو په منځ کې لیدل شوي چې یا څښلو پاکو اوبو ته محدود لاس رسی لري او یا هم هیڅ لاس رسی نلري او د تشنابونو د نشتون له امله خلک په ازاده فضا کې رفع حجت کوي”.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس ویلي چې د روان کال د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ ورځې راهیسې شاوخوا ۲۸۶ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي. دغې ادارې ویلي چې ددې شمیر ۱۳۹ زره یې یوازې د نومبر په میاشت کې خپل وطن ته تللي دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه او د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړی و چې په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د نومبر۱۴ (لړم ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمايي څخه تر تیرې ورځې پورې ټول ۳۲۷ زره او ۴۰۰ قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” ویلي: “دغې ناڅاپي هجوم له وړاندې د سرپناه، او اساسي خدمتونو په ګډون تر فشار لاندې سرچینو باندې لا فشار راوړی دی. اضافي ملاتړ ته په بیړني ډول اړتیا ده”.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي چې وطن ته د ستنیدونکو کډوالو ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي او د هرې ستنیدونکی کورنۍ له څلورو څخه یو یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان دي.

همداشان د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې د معلوماتو پراساس د ۶۰ فیصدو څخه زیات ستنیدونکي کډوال د ۱۷ کلنو څخه ښکته عمرونه لري.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي: “ډیرې ستنې شوي کورنۍ په دې پوه شوي چې دوی د ژوند د تیرولو لپاره هیڅ ځای نلري او نه هم د خوړو د اخیستلو لپاره پیسې لري او په ډیره ناامیدۍ او خراب حالت کې په یوه سرپناه کې ورځې شپې تیروي”.

دا اداره وايي چې د سختو تنفسي ناروغیو علت کیدای شي د اوږده وخت لپاره د ګرد او توپان تر اغیز لاندې سفر، بندو دود لرونکو پناه ځایونو، د نورو ناروغو شتون او سختې سړې هوا شتون له امله اوسي، ځکه چې ډیرې ستنیدونکي کورنۍ د لاریو په سر په ازاده فضا کې خپل هیواد ته سفر کړی دی.

د شریفې په نوم یوې افغان میرمنې د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ته ویلي: “په تورخم کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته ده او د ښځو او ماشومانو لپاره مناسبه نه ده. د شپې پر مهال هوا سړیږي او ماشومان ګرم لباس نلري. همداشان هلته تشنابونه هم کم دي او د څښلو لپاره کافي اوبه هم نشته دی. مونږ لږ ترلږه د ځان لپاره یو بشپړ سرپناه غواړو”.

د شرینې په نوم یوې بلې ۴۰ کلنې میرمن دغې ادارې ته ویلی: “په دغه خیمه کې د خپلې کورنۍ سره د اینګور او د ۱۸ میاشتني لمسي سره اوسیږي. زما لمسی ګرم لباس او سرپناه ته اړتیا لري. ددې سره سره مونږ څلور شپې د خیمې پرته په ازاده فضا کې تیرې کړې. زما لور فرزانه د سړې هوا له امله ناروغه شوې او اوس تبه او زکام لري”.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې یوې ډاکټرې فهیمې ویلي چې د ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی او اکثره یې د کلمو له درد څخه کړیږي. د څښلو د پاکو اوبو او د حفظ الصحې د امکاناتو د نشتون له امله هغوی په بشپړ ډول خپل لاسونه هم نشي مینځلی.

دغې ډاکټرې ویلي: “پاک تشنابونه نشته او دا ماشومان په منظم ډول خواړه هم نه ترلاسه کوي. که چیرې دوی د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي او یا هم هوا سړه شي ماشومان به د ډیرو روغتیايي ستونزو سره مخ شي”.

د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د افغانستان د دفتر رئیس ارشاد ملک هم د ستنیدونکو افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ تنفسي ناروغیو ډیریدو ته اشاره کړې او ویلي دي چې د تنفسي او د نس ناستي ناروغیو زیاتیدو اندیښمن کړی دی.

ښاغلي ملک ویلي: “د خلکو د ستنیدلو بهیر روان دی د کافي اوبو او حفظ الصحې د امکاناتو د برابرولو څخه زیږیدلي ګواښونو ته ځواب ویل په ځانګړي ډول کورنیو او نجونو ته لا ډیر اړین دي”.

هغه ویلي چې په عاجل ډول یو هراړخیز او دوامداره هواري ته اړتیا ده چې له مخې یې د ستنیدونکو کډوالو هوساینې څخه ډاډ ترلاسه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ماشومانو ملاتړ اداره: ستنیدونکي افغان کډوال په لوړه کچه په ناروغیو اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*