د هرات امنیتي غونډه؛ محسن داوړ: طالبان د ټوپک په زور راغلي او باید د ټوپک په زور ووځي

محسن داوړ

د پاکستان د پارلمان غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، طالبان د «نړۍوالو» له خوا د رسمیت غوښتونکي دي، خو دې ډلې د «د افغانستان خلکو له خوا د رسمیت پېژندنې» فکر نه دی کړی.

داوړ دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ٦مه، د تاجکستان دوشنبې ښار د هرات امنيتي ناستې کې چې د «افغانستان بیا لوستل؛ بېلابېلې لارې چارې» تر سرليک لاندې جوړه شوې ده، مطرح کړې.

هغه نړۍوالې ټولنې ته په خطاب کې وويل: «طالبان د ټوپک په زور راغلي او بايد د ټوپک په زور ووځي.»

د تېر حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت‌الله نبیل هم په دې ناسته کې ادعا وکړه:«زه داسې راپورونه لرم چې ښيي د طالبانو یوه ډله په دې لټه کې ده چې څنګه تاکتیکي اټومي وسلې ترلاسه کړي او کولای شي له پاکستانه یې ترلاسه کړي او یا یې د ترلاسه کېدو لپاره انجینرانو ته پیسې ورکړي.»

په ورته وخت کې د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څیړونکي ډیویډ سیډني ویلي: «د طالبانو تر ټولو لویه تراژیدي هغه څه دي چې د افغانستان له خلکو سره کېږي، ژوند یې د ګډوډۍ خواته روان دی. د افغانانو ژوند د بربادۍ په حال کې دی.»

همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څیړونکې ډاکټر استر زبیري ویلي: «د ۹۰ لسیزې او اوسنیو  طالبانو تر منځ هیڅ توپیر نشته.»

له بلې خوا د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت د مشورتي بورډ مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا د هرات امنیتي کنفرانس په پرانیست غونډه کې وینا کړې او ویلي دي چې د افغانستان په ګاونډ او نړۍ کې ګڼ شمېر سیاستوال او حکومتونه د افغانستان له سیاستوالو او مدني ټولنو غواړي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.

د سپنتا په وینا، د افغانستان د مسئلې په اړه د نړۍ نظر د افغانانو د اکثریت له نظر سره ذاتي توپیر لري.

سپنتا ټینګار کړی چې په ټولو هغو وړاندیزونو کې چې تر اوسه له طالبانو سره د تعامل د پالیسۍ په تړاو وړاندې شوي، کومه ځانګړې پالیسې او د لارې نقشه نه ده وړاندې شوې.

هغه په ورته وخت کې ویلي چې د طالبانو له نظره هغوی یو ټول شموله او اسلامي حکومت جوړ کړی او نور باید ورسره بیعت وکړي.

د «افغانستان بیا لوستل؛ بېلابېلې لارې چارې» تر سرلیک لاندې د هرات ۱۱مې دورې امنیتي غونډه به دوه ورځې دوام وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د هرات امنیتي غونډه؛ محسن داوړ: طالبان د ټوپک په زور راغلي او باید د ټوپک په زور ووځي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*