مونږ له افغان میرمنو سره د عاید او زده‌کړې په ترلاسه کولو کې مرسته کوو- انټوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ (د کب اتمه) د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف» په غونډه کې د وینا پر مهال اندېښنه څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د افغان ټولنې نیمایي برخه له زده‌کړو او کار څخه بې برخې کړې ده.

بلینکن ویلي، چې د اسلامي امارت له‌خوا د ښځو پر کار او زده‌کړو لګیدلي بندیزونه د دې لامل شوي، چې افغانستان په کال کې تر یو میلیارډ ډالرو پورې تاوان وکړي؛ ځکه، چې دا پیسې په اقتصادي وده کې د ښځو د ونډې له لارې ترلاسه کېدې.

انتوني بلینکن زیاته کړې، چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف ورځ پر ورځ په کور دننه او بهر پراخیږي او د امریکا او نړۍ ګڼ شمېر لوی شرکتونه او بنسټونه ورسره یوځای کیږي.

بلینکن ووايي؛ دا ائتلاف به په ټوله نړۍ کې د افغان ښځو لپاره آنلاین روزنیز کورسونه چمتو کړي، چې دوی وکولی شي کار ومومي او عاید ترلاسه کړي. هغه د بېلګې په توګه څرګنده کړه، چې د قطر حکومت د قطر بنسټ او د امریکا د زده‌کړو ادارې به په ګډه لسګونه زره افغان ښځو ته مسلکي او تخنیکي کورسونه برابروي. مایکروسافټ او لینکډین دوی ته فرصتونه چمتو کوي، چې تصدیقونه ترلاسه کړي او بیا یې له شرکتونو سره ونښلوي. دوه‌یم، د امریکا د ښوونې او روزنې بنسټ، تر ټولو ډېر په امریکا کې افغان کډوالو میرمنو ته د لیسانس او ​​ماسټرۍ تحصیلي بورسونو وړاندې کوي. درېیم، دا اتحادیه به د افغان میرمنو سره د دوی د سوداګرۍ پیل او پراختیا کې هم مرسته وکړي.

د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف په ۲۰۲۲ کال کې له هغو افغان نجونو او ښځو سره د مرستې لپاره پیل شو، چې له کار او زده‌کړو بې برخې دي.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې بیا واک ته ورسېد؛ د یوشمېر ښځو پر کار او زده کړو یې محدودیتونه وضع کړل.

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې او د دغه ائتلاف یوه بنسټګره رینا امیري وايي؛ افغان نجونو ۸۹۸ ورځې له شپږم ټولګي پورته او تر پوهنتونونو پورې له زده‌کړو بې برخې دي او یو شمېر نورې ۸۹۰ ورځې کیږي، چې له کاره بې برخې دي. له محرم پرته د افغان ښځو پر تګ – راتګ هم بندیز لګول شوی دی.

میرمن امیري وایي؛ مونږ غواړو تاسې ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه معلومات درکړو، چې افغان میرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي او دوی د کار او زده‌کړې حق ترلاسه کولو لپاره په رښتیا پر کومو ستونزو برلاسي کیدل غواړي.

رینا اميري زیاته کړې؛ امريکا او نړيواله ټولنه له افغان ښځو سره کار کولو ته ژمن دي او د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ائتلاف رامنځته کول د دې همکارۍ يوه بېلګه ده.

اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له پرله‌پسې فشارونو او غوښتنو سره – سره بیا هم د افغان نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه نه‌دي پرانستلي او په اکثرو دولتي ادارو کې یې پر کار کولو بندیزونه لګولي او له یو لړ نورو بندیزونو سره مخ کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مونږ له افغان میرمنو سره د عاید او زده‌کړې په ترلاسه کولو کې مرسته کوو- انټوني بلینکن"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*