م.م: د مرستو کمښت د افغانستان او نورو کړکېچ‌ځپلو هېوادونو ښځې زیانمنې کړې

💬0

م.م: د مرستو کمښت د افغانستان او نورو کړکېچ‌ځپلو هېوادونو ښځې زیانمنې کړې

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمېدو، په افغانستان او نورو بحران ځپلو هېوادونو کې د ښځو د ملاتړ کوونکو بنسټونو فعالیتونه د درېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د دې ادارې په وینا، د مرستو کمېدو له امله لږ تر لږه یو میلیون ښځې او نجونې له اړینو خدمتونو او ملاتړ څخه بې ‌برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټېفان دوجاریک: «له هغو ۸۵۵ ښځینه بنسټونو څخه، چې په ۵۲ کړکېچ ځپلو او جګړه‌ ځپلو هېوادونو، لکه افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او هایټي کې ارزول شوي، نږدې نیمایي یې د بودجې د کمښت له امله له دې ګواښ سره مخ دي چې په راتلونکو دولسو میاشتو کې به خپل فعالیتونه په لنډمهاله یا دایمي ډول ودروي.»

د راپور له مخې، په افغانستان او ورته هېوادونو کې د ښځو اړوند بنسټونه په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې ډېری نړیوال بنسټونه ورته لاسرسی نه لري.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانۍ رییسه، ممتاز یوسفزۍ په دې اړه وايي: «نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او ماشومانو ستونزو ته پام وکړي. کله چې تاسو افغانستان ته راغلي یاست او دلته فعال دفتر لرئ، نو باید د افغان ښځو وضعیت ته پاملرنه وکړئ.» 

په همدې حال کې، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وایي چې له افغانستان سره باید بشري او پراختیایي مرستې دوام ومومي.

عبداللطیف نظري زیاتوي، مرستې باید د افغانستان د لومړیتوبونو او اړتیاوو له مخې تنظیم او ترسره شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: «مرستې باید د افغانستان د لومړیتوبونو او پلانونو له مخې ترسره شي، څو په رښتینې توګه اغېزمنې او ګټورې تمامې شي.» 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو اعلان کړی وو چې په افغانستان کې له ۲ میلیونو څخه ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

منبع

لومړی نظر وکړئ on "م.م: د مرستو کمښت د افغانستان او نورو کړکېچ‌ځپلو هېوادونو ښځې زیانمنې کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*