هند کې پر افغان دیپلوماتې د سرو زرو قاچاق تور؛ ذکیې وردګ د ممبۍ له کونسلګرۍ استعفا اعلان کړه

په هند کې ا فغان ديپلوماتې ذکیې وردګ داسې مهال له دندې استعفا اعلان کړې، چې هندي‌ رسنیو د ځینو سرچینو له خولې ادعا کړې، چې له نوموړې سره “۲۵ کیلوګرامه سره زر” د قاچاق په تور نیول شوي دي.

اغلې ذکیه د هند په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسله وه. د (ټایمز اف انډیا) ورځپاڼې لیکلي، دغه پېښه د اپرېل پر ۲۵مه رامنځ ته شوې او د نوموړې خلاف د سرو زرو د قاچاق قضیه ثبت شوې ده خو د دیپلوماتیک خوندیتوب له امله نه ده نیول شوې.

دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ‌ کې د هندي استخباراتو له خولې ویلي، دا پېښه “داسې مهال شوې چې نوموړې له دوبۍ نه” ممبۍ ته روانه وه او د ممبۍ په هوايي‌ ډګر کې د هند ګمرکي استخباراتو ودروله.

هندي رسنیو ویلي،‌ دغو سرو زرو د څه باندې دوه میلیونه ډالر ارزښت درلوده.‌ موږ هڅه وکړه چې د دغو ادعاو په اړه د اغلې ذکیې ځواب یا غبرګون تر لاسه کړو،‌ خو له بیا بیا هڅو سره نوموړې ځواب نه وايه.

(ټایمز اف انډیا) ورځپاڼې د نوموړې له خولې ویلي، “د دغو ادعاوو په اړه حیرانه شوې او اندېښمنه ده” خو اوسمهال له ممبۍ بهر “خپله درملنه کوي.”

د دې خبر له رسنیز کېدو وروسته مېرمن وردګ پر اېکس (پخواني ټوېټر) نن شنبه خپل استعفا اعلان کړه.‌

اغلې ودرګ د خپل استعفالیک په متن کې په ممبۍ کې د سرو زور قاچاق ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي “د تېر کال په اوږدو کې د خورا زیاتو سازمان شویو نوم بدیو سره مخامخ شوم، چې دا غرضي بریدونه نه یوازې زما بلکې زما د نژدې خپلوانو تر شخصي حریمه ورسېدل.”

نوموړې‌ په دغه لیک کې چې په پښتو،‌ دري‌ او انګریزي ژبو خپور لیکل شوی، خپله استعفا ستونزه پرېکړه بللې خو زیاتوي چې “خپلې فزیکي‌ او رواني‌ روغتیا ته” لومړیتوب ورکوي.‌

اغلې وردګ ویلي،‌ چې د غوايي/ثور له ۲۵ وروسته په ممبۍ خپله دنده مخ ته نه وړي.‌

د ۲۰۲۳ کال په نوومبر کې، کله چې په هند کې د جمهوریت د مهال دیپلوماتانو په ډیلي کې د افغانستان سفارت وتاړه، څو ورځې وروسته په کابل کې د طالبانو حکومت سره په “همغږۍ” د ممبۍ او حیدر اباد کونسلګریو کې افغان ديپلوماتو دغه سفارت بېرته پرانیسته.

هغه مهال د طالبانو بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي د سفارت د بېرته پرانیستو پخلی کړی و.

بي بي سي پښتو ته لږ تر لږه دوو سرچینو هغه وخت ویلي وو، په ممبۍ (بمبي) او حیدر اباد کې افغان کونسلګرۍ له نژدې دوو کلونو راهیسې په کابل کې له طالب چارواکو سره په اړیکه کې وو‌ او د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په انلاین غونډو کې یې پرلپسې برخه اخیسته.

ذکیه وردګ له هغو ښځینه دیپلوماتانو یوه وه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هم خپله دنده مخ ته وړله.‌ خو پر نوموړي تور پورې کېده چې په د طالبانو حکومت پلوي کوي.

موږ هڅه وکړه چې د نوموړې د استعفا او ممبۍ کې د ادعا شوې پېښې په اړه په افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو،‌ خو هغوی ځواب نه وایه.

تر اوسه روښانه نه ده چې د هغې پر ځای به څوک ګومارل کېږي او دا چې په ګومارنه کې به یې د طالبانو حکومت رول څومره وي.

هند د طالبانو حکومت په ر سمیت نه پېژني خو دا وروستیو کې څو ځلې هندي ديپلوماتان کابل ته تللي‌ او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون یې له بېلابېلو چارواکو سره کتلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هند کې پر افغان دیپلوماتې د سرو زرو قاچاق تور؛ ذکیې وردګ د ممبۍ له کونسلګرۍ استعفا اعلان کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*