له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي ځينې کډوال له بې کارۍ شکايت کوي

کندهار ته

کندهار ته له پاکستانه تازه ستانه کړای شوي يو شمېر کډوال د بې کارۍ څخه شکایت کوي او وايي چې د کار د نشتوالي له کبله د سختو اقتصادي ستونزي سره مخ دي.

د دوی په خبره په دې کډوالو کې مسلکي کسان هم شته چې باید په کارونو وګمارل شي او غیرمسلکي کسانو ته دې د کسبونو د زده کړې زمینه برابر شي.

بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار کډوالو چارو ریاست مسولان وايي چې د موسساتو په مرسته يې یو شمېر کډوال ته د کوچنيو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.

نور جزييات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پر دوو افغان ښځو د نامعلومو کسانو له خوا د چړې په واسطه حمله شوې ده.

سرچینو ویلي چې مخ پټو کسانو پر دغو ښځو په داسې حال کې پرون پنجشنبه حمله وکړه چې دوی د کډوالو به چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر ته روانې وي.

د جمهور خبري اژانس په ګډون ځینو رسنیو لیکلي چې حمله کوونکي د دغو ښځو له ټپي کولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

دوې اوونۍ مخکې هم په اسلام اباد کې په ورته پېښه کې دوې افغان ښځې ټپیانې شوې وې.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د ښځو د حقونو د فعالانو او خبریالانو په ګډون په زرګونو کسان پاکستان ته لاړل چې هلته یې د نورو هېوادونو لپاره د پناه درخواستونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج چټک شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه کندهار ته ستانه کړای شوي ځينې کډوال له بې کارۍ شکايت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*