میانمار د کوکنارو تولید کې تر افغانستان مخکې شو

کوکنارو

د ملګرو ملتونو یوه راپور وايي، چې میانمار دا مهال په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی او تر افغانستان هم مخکې شوی دی.

سږ کال په دغه هېواد کې د کوکنارو تولید ۳۶ سلنه زیاته شوې چې ۱،۰۸۰ ټنه یې تحمینه لګول شوې خو په افغانستان کې یې د تولید تخمینه ۳۳۰ ټنه رپورټ شوې وو.

پروسږ کال په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر راتلو وروسته پر مخدره موادو له بندیز لګولو سره د کوکنارو کرکیله ۹۵ سلنه کمه شوې ده.

خو بل پلو په میانمار کې یې کرهڼه زیاته شوې ده، ځکه چې دا د خونړۍ کورنۍ جګړې له کبله د ګټې وټې یوه غوره سرچینه ګرځېدلې ده.

راپور وايي، په میانمار کې کوکنار له لسیزو راهیسې کرل کېږي او د دې عایدات د حکومت ضد وسله والو ډلو لپاره یوه بهترینه مالي سرچینه ده چې یوازې پروسږ کال یې د کوکنارو کرکیله ۱۸ سلنه زیاته شوې ده.

د کوکنارو زیاتېدونکی نرخ یې هم د کرکیلې ډېرېدو یو لوی علت بلل شوی دی. جهاني وبا او د میانمار اقتصادي رکود هم د کوکنار کښت او کروندې ډېرې کړې دي.

شان ایالت چې د درې توکمه وسله والو ډلو د ایتلاف او پوځ ترمنځ د سختو جګړو شاهد وو، د میانمار هېواد د کوکنارو تر ټولو زیات اپین پکې تولیدېږي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د اپینو کرکیله د شمال پلو شان ایالت ته غزېدلې چې بیا ورپسې د چین او کاچین ایالتونه راځي چېرته وسله والې ډلې له پوځ سره جګړه کوي.

د اپینو د کرهڼې له وجې د میانمار هېواد له نورو شاته پاته سیمو څخه هم په لوی شمېر کې خلک شان ایالت ته وردرومي چې ځان ته کار روزګار ومومي.

راپور وايي، سږ کال له میانمار څخه ۱۵۴ ټنه هیروین صادر شوي چې ۲.۲ میلیارده ډالر ارزښت لري. دغه سیمه چېرته چې د میانمار پولې له تایلېنډ او لاوس هېواد سره لګېږي، له تاریخي پلوه د هیروینو او اپینو د تولید د یوې سترې سرچینې له کبله زرین مثلت بلل کېږي. میانمار او افغانستان په نړۍ کې د پلورل شویو ډېری هیروینو سرچینې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "میانمار د کوکنارو تولید کې تر افغانستان مخکې شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*