د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د اېستلو هڅه؛ واشنګټن او هاوانا خبرې کړې

دپلوماتان وايي چې د کیوبا یو لوړ پوړي پلاوي په واشنګتن ډي سي کې له امریکايي چارواکو سره په نادر ډول ملاقات کړی، خو د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د نوم د لېرې کولو په اړه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.

د دواړو هېوادونو دپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) وویل چې د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کارلوس فرناندیز ډي کوسیو همدا اوونۍ د لاتینې امریکا لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ له لوړ پوړیو مقاماتو براین نیکولاس او سوان ګونزالیس سره لیدلي‌ دي.

سره له دې چې دا دواړه ګاونډیان د مهاجرت او جنايي مسائایلو په اړه وخت ناوخت غونډې کوي، خو په واشنګټن ډي سي کې دا غونډه بیسارې بلل کېږي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له کیوبا سره روابط، چې ډېر کلونه نه وو، بېرته پيل کړل. خو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ،‌ چې د اوباما د حکومت ځینې پرېکړې یې لغوه کړې وې، کیوبا یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړو دولتونو په لست کې شامله کړه. په دې لست کې درې نور هېوادونه ایران، سوریه او شمالي کوریا دي.

ولسمشر جوبایډن د کیوبا په اړه محتاطانه حرکت کړی او د ۲۰۲۱ کال په جولاۍ کې د کیوبا د چارواکو له لوري د حکومت ضد لاریون له ځپلو وروسته یې قوي نظر څرګند کړی دی.

دا مطلب هم ولولئ

چین امریکا ته نژدې په کیوبا کې استخباراتي مرکز جوړوي- امریکايي رسنۍ

د کیوبیا یو مقام ویلي دي چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې په دغه لست کې د کیوبا ساتل د ښه سیاسي نیت د نشتوالي نښه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وویل چې امریکايي چارواکي نیکولاس له کیوبیايي مقاماتو سره د «بشري حقونو، مهاجرت او د دوه اړخیزو ګټو د نورو مسائیلو» په اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې «د ترهګرۍ د لست په اړه موږ کومه پرېکړه نه ده کړې چې خبر» مو کړم.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کانګرس ته څرګنده کړه چې دوی له لست څخه د کیوبا د لېرې کولو کوم پلان نلري، چې بهرنیو پانګوالو ته جدي خنډ دی.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترهګرو له لست څخه د کیوبا د اېستلو هڅه؛ واشنګټن او هاوانا خبرې کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*