یوناما یوځل بیا د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو د بندیز لغوه کیدو غوښتنه کړې

3
1

افغانستان کې د نوي ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل سره هممهاله په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” یو ځل بیا د طالبانو له مقاماتو غوښتي چې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو او پوهنتون کې د نجونو او ښځو پر زده کړو باندې لګیدلي بندیزونه دې لغوه کړي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۲۰ (حمل اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې له ۹۰۰ ورځو څخه زیاته موده کیږي چې د ۱۲ کلنو د عمر څخه پورته نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” ویلي: ” یوناما د حاکمو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دغه نه توجیه کیدونکي او زیان رسوونکي بندیز ته دې د پای ټکی کیږدي. د ټولو لپاره زده کړې د سولې او هوساینې لپاره اړینې دي.”

طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ د مارچ ۲۰ د ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په سړو سیمو کې ښوونځي پرانیستل، خو د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې یې د نجونو ښوونځي همداسې تړلي پریښودل.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له خوا د کابل په اماني لیسه کې په سړو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیسلو د بهیر د پیل غونډې ددغه وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا په خپله وینا کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو په زده کړو د ټینګار سره سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هیڅ څه ونه ویل.

هغه ووویل: ” عصري علوم او پرمختګ د ژوند اړتیا ده او اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) یې هیڅکله هم خلاف نه دی، ځکه اسلام یې مخالف نه دی.”

د نوي تعلیمي کال په مناسبت دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان ټولوبرخو ته په متوازن ډول د پوهنې د بهیر د غځولو او د پوهنې کفیت په لوړولو باندې ټینګار شوی دي.

همداشان په دغه اعلامیه کې له زده‌ کوونکو څخه غوښتل شوي، چې د هغه ډول کالیو له اغوستلو ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو او افغاني دود او دستور سره په ټکر کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښوونې او روزنې د څار بنسټ په دغه هېواد کې د ښونځيو د پرانیستلو هرکلی کړې او له ټولو کورنیو څخه یې غوښتي چې خپل ماشومان هلکان او نجونې چې په ټولګي کې د شاملیدو عمر یې پوره کړی وي، ښونځیو ته ولیږي.

دغه بنسټ ویلي: ” سره له دې چې په ټول هېواد کې د هلکانو پر مخ د ښونځیو د پرانیستل کیدو زنګ ووهل شو، په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې له شپږم ټولګي پورته نجونې لاهم له زده کړو بې برخې پاتې شوې چې دې کار یو ځل بیا افغان ولس او کورني ملاتړي بنسټونه ناهیلي کړل”.

د افغانستان د ښوونې او روزنې د څار بنسټ د طالبانو په مشرتابه غږ کړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښونځیو بندې روازې دې پرانییزې.

د بلې خوا د “امید د پنجرې” په نوم د افغان میرمنو د حقونو غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې شاوخوا ۹۵۰ ورځې کیږي چې افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې دي.

همداشان د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې ددغه غورځنګ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سږکال د شپږم ټولګي څخه ۳۳۰ زره فارغې شوې نجونې د لومړنۍ دورې څخه پورته ښوونځیو کې د زده کړو له دوام هم محرومې شوي دي.

دغه غورځنګ ویلي: ” د معیاري زده کړو څخه د نجونو دغه بندیز په خپل ذات کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض دی، چې د ځان وژنې، د کوچنیتوب په عمر او جبري ودونو او پر نجونو د نه جبران کیدونکو روحي فشارونو سبب شوی دی.”

د “امید د پنجرې” په نوم د افغان میرمنو د حقونو غورځنګ ویلي چې د طالبانو د حکومت دا بندیز به پر نجونو باندې د اوږدې مودې لپاره ناسمي روحي اغیزې ولري اوپه ورځیني ژوند کې به د ښځو د سیستماتیک حذف سبب شي.

همداشان د افغان میرمنو دغه غورځنګ په دې اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د ساینسي مضامینو پر ځاي دیني مضامینو ته ځای ورکړی او ښوونځي یې په مدرسو بدل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت امید د پنجرې په نوم د افغان میرمنو د حقونو غورځنګ اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې اصلا د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

همداشان طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د وروستۍ اونۍ راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړوهم بندیز لګولی دی.

طالبانو د نړیوالې ټولنې او د خپل حکومت د ځینو چارواکو د پرله پسې غوښتونو سره سره د لومړنۍ دورې څخه د پورته دورو د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي او هم یې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي او د نجونو پر زده کړو لګیدلی بندیز موقتي بڼه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوناما یوځل بیا د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو د بندیز لغوه کیدو غوښتنه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*