
یو بام او دوه هوا؛ د کابل بازارونو کې ګاز په بېلابېلو بیو پلورل کیږي
په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې د تېلو او ګازو بیې له بدلونونو سره مخ دي، د بازار څېړنې ښيي چې د کابل ښار د تېلو په بېلابېلو ټانکونو کې د ګاز بیه یو شان نه ده.
کابل ښاروالۍ د هر کیلو اوبلن ګاز بیه ۶۵ افغانۍ ټاکلې ده، خو د طلوعنیوز موندنې ښيي چې په ځینو ټانکونو کې دا ګاز په ۶۵، ۷۲ او ۷۴ افغانیو پلورل کېږي او په ځینو دوکانونو کې یې بیه آن ۸۰ افغانیو ته رسېږي.
یو شمېر موټرچلوونکي د تېلو د ټانکونو ترمنځ د بیو له توپیر، په بازار کې د ثبات له نشتوالي او د څارنې له کمښت څخه شکایت کوي.
منیر چې یو موټرچلوونکی دی، وویل: «د ګاز او تېلو بیې ډېرې متفاوتې دي؛ په هر ټانک کې جلا نرخ ټاکل شوی. په یوه ځای کې ګاز په ۷۲ افغانۍ پلورل کېږي، او آن د سړک پر غاړه تر ۸۰ افغانیو هم رسېږي.»
عتیقالله، یو بل موټرچلوونکی دی: «له حکومته غواړو چې د ګاز او تېلو د بیو کنټرول ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه خلک ښه اقتصادي توان نه لري او کاروبار هم له جدي ستونزو سره مخ دی.»
دمګړۍ د کابل په بازارونو کې یو لیټر ډیزل په ۷۴ افغانیو او یو لیټر پټرول په ۸۰ افغانیو پلورل کېږي.
یو شمېر کابل ښاریان هم وايي، چې په بازارونو کې د سونتوکو د بیو توپیر له ستونزو سره مخ کړي او له اړوندو ادارو غواړي چې د بیو د ثبات لپاره لا ډېرې څارنې وکړي.
د کابل یوه اوسېدونکي، سید لطیف وویل: «ګاز هېواد ته وارد شوي او اوس یې بیه راټیټه شوې ده، خو د تېلو پمپونو په نرخونو کې لا هم د پام وړ بدلون نه دی راغلی. هیله لرو چې اسلامي امارت د بازار د کنټرول او تنظیم لپاره لازم ګامونه پورته کړي.»
په همدې حال کې، کابل ښاروالي وايي چې د سونتوکو پر بازار څارنه کوي او له هېوادوالو غواړي، که د بیو په اړه کوم توپیر وویني، خپل شکایتونه دې له یادې ادارې سره شریک کړي.
هغه وویل: «انشاءالله په راتلونکو ورځو کې به بیې راکمې شي. د کابل ښاروالۍ د نرخنامې د پلي کېدو د څارنې او کنټرول مسوولیت لري او دا بهیر تعقیبوي.»
د سونتوکو د بیو بدلونونه نه یوازې د ترانسپورټ پر لګښتونو اغېز کوي، بلکې د ډېرو نورو توکو او خدمتونو پر بیو هم مستقیم اغېز لري.
لومړی نظر وکړئ on "یو بام او دوه هوا؛ د کابل بازارونو کې ګاز په بېلابېلو بیو پلورل کیږي"