يونېسف په لغمان ولایت کې سلګونه کورنيو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړی
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي
له لوبې وړاندې افغان لوبډلمشر راشد خان د پاکستان خلاف لوبو ته د بشپړ چمتوالي ډاډ څرګند کړ او په وینا یې “لوبغاړي له لیګونو او تمریناتي کمپونو له ښو تجربو سره راغلي.”
جان کیربي ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې بهیر د ارزونې کار نږدې بشپړ شوی دی او د اپریل په نیمایې کې به خپور شي. هغه وویل چې د دې رپوټ محرمې برخې به د کانګرس نظارتي کمیټو ته وښودل شي.
د کندهار ولایت ښاروالۍ د هري یکشنبې په ورځ د څارویو پر ذبح کولو او د غوښو پر خرڅولو بندیز لګولی دی. دغه اداره له ښاریانو غواړي، چي په دغه ورځ د غوښو پرځای له سبزیجاتو ګټه واخلي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تګاب کشم ولسوالۍ کې د لاسيبم د چاودنې له امله اووه ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده
په افغانستان کې حکومتی مقامات ادعا کوي چې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې یې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د دغې ډلې دری مهم غړي وژلي دي.
د یوې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ په المان کې د پناه غوښتنلیک د ارزول کیدو بهیر د پخوا په پرتله اوس ډیر وخت ونیسي. تیر کال دغه بهیر په اوسط ډول ۷،۶ میاشتې دوام کړی چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله يو میاشت زيات وخت دی.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تېره شپه يو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي، چې له امله يې مېرمن وژل شوې او دوه زامن او يوه لور يې ټپیان شوي
د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغی کوونکی وايي، امریکا ډېر شواهد لري چي ښيي د ایران او روسیې ترمنځ د وسلو راکړه ورکړه روانه ده.
پوتین د چین د سولې پلان چې نړيوال پرې شکونه لری، د «سوله ایز حل» اساس ګڼلی او پر لوېديځ له نیوکو سره یې بريتانيا ته خبرداری ورکړی. چین بيا په خپل «بې طرفه دریځ» ټینګار وکړ. دوه اړخیز ستراتیژیک تړونونه هم لاسلیک سول.