نن د کب نهمه د سرتېري ملي ورځ ده
نن د کب ۹مه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.
نن د کب ۹مه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وړاندې به په دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې شانداره غونډې جوړېدې او خلکو به سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د رئیسې له خوا له طالبانو څخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو هغو لارښودونو او کړنلارو د لغوه کیدو د غوښتنې او د تړلو دروازو شاته ددغې شورا د غونډې د جوړیدو په غبرګون کې د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر فعالانو ددې شورا دا ډول کړنې خواشینوونکې بللي دي.
د افغانستان پیژندل شوي او مشهور قاري استاد برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له امله، نن شنبې په پلازمینه کابل کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. نوموړی له یوې اوونۍ راهیسې د کابل په یو خصوصي روغتون کې بستري و.
د غونډې جوړوونکي وایي د ” ګډې راتلونکې جوړولو” په نامه ناستې موخه په نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.
د جاپاني الاصله افغان ډاکټر تيتسو ناکامورا له وژل کېدو څلور کاله وروسته لا هم يو شمېر ننګرهار مېشتي د هغه د خدماتو ستاينه او درناوې کوي او له
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د امریکا متحدو ایالتونو ته راغلی دی چې له پاکستان څخه د تازه راستانه…
دوو امریکايي انځورګرو د افغانستان د ماشومانو په اړه داسې یو انځور جوړ کړی چې د دوی په وینا، یو میلون ډالر ارزښت لري او غواړي د انځور د خرڅلاو څخه ترلاسه شوې پیسې بیرته په جنګ ځپلو افغان ماشومانو مصرف کړي.
د پکتیا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو د نږدې ۱۵۰۰ تنو فارغانو تر منځ، شپېته کلن غلام حضرت هم د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادبیاتو له څانګې د فراغت سند ترلاسه کړ.
په کابل کې د ترکیې سفیر ويلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراخول او په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د وړتیاوو لوړول غواړي
په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دننه د ژوندانه د چارو د انتخاب په هکله د میرمنو او نجونو رضایت تر ټولو ټیټې کچې کې و