اروپايي ټولنې افغانستان سره د ۱۲ میلیونو یورو نوې مرسته اعلان کړې

اروپايي ټولنې په افغانستان کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره د ۱۲ میلیونو یورو نوې مرسته اعلان کړې، چې ټاکل شوې د دریو غیر حکومتي موسسو له خوا به د افغانانو د خیر ښیګڼې په چارو په مصروف ورسیږي.

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ ( چنګاښ اول) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیسې به د اغا خان بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د کرنې د رغونې او پراختیا ټولنې له لارې مصرف شي.

اروپايي ټولنې ویلي: “چمتو شوې مرسته، چې نن یې اعلان وشو په نړۍ کې تر ټولو پراخ بشري بحران کې راګیر شوو افغانانو ته به د هغوی اساسي اړتیاو چمتو کولو کې ملاتړ برابر کړي”.

د مرستو په ملاتړ کې د خوړو د تولید د دوام ډاډ ترلاسه کول، پر کرهڼه باندې د اقلیم د اغیزو د کمولو لپاره د کړنلارو عملي کول، په کلیو کې کارموندنه، د عاید ترلاسه کول، د سپما فرصتونو او د بازار محوره کاروبار اوړند پروګرامونه شامل دي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر سرپرستې میرمن ریفیلا ایډیوس ویلي: “په داسې حال کې په افغانستان کې میلیونونه کسان د لوږې سره مخ دي اټکل کیږي، چې د اقلیم بدلون به د ډیرو افغانانو لپاره وضعیت نور هم خراب کړي په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.”

د اروپايي ټولنې دغې چارواکې ویلي، چې دا ټولنه د افغانانو په څنګ کې ولاړه ده او ددې ټولنې له خوا دا نوې مرسته به افغانانو سره اوس او د راتلوونکي لپاره د خوړو د تولید په برخه کې مرسته وکړي.

د اغاخان د بنسټ اجرائیوي رئیس نجم الدین نجم ویلي، چې د اروپايي ټولنې له خوا د پیسو دا مرسته به په افغانستان کې په ټولنه کې څنډې ته شوو وګړو لپاره د بدلیل معیشت د برابرولو په برخه کې د روانو هڅو ساتنه وکړي او هم به مخامخ د کورنیو سره د خوړو د خوندیتوب د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي.

د مرستو د برابرولو په دغه ۳۶ میاشتنۍ موده کې به د افغانستان په شمال، مرکزي او لویدیځو سیمو کې شاوخوا اوه زره کورنیو ته چې ۶۲ فیصده یې ښځې دي مخامخ ګټه ورسیږي او هم به ۵۰۰ زره کورنیو غړو ته، په اوو ولایتونو کې مرستې برابرې شي. په دې ولایتونو کې بامیان،بغلان،سمنګان، بدخشان،تخار،هرات او فراه ولایتونه شامل دي.

اروپايي ټولنې افغانستان سره د مرستو دا اعلان په داسې حال کې کړی، چې د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې د دې هیواد ډیرې برخې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي. د بلې خوا افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمې شوي دي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوو پیسو غوښته بیرته بدله کړي او څه باندې یو میلیارده ډالره کموالی په کې راولي.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو ځواب ویلو پلان (HRP) پیل کړ او د بسپنه ورکوونکو هیوادونو او ادارو څخه یې د ۴.۶ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړله چې له مخې به یې د ۲۳ میلیون افغانانو سره چې ډیر د خطر سره مخ دي، مرسته وشي.

خو دا غوښتنه دوه میاشتې د دې لپاره وځنډول شوه چې افغان دولت تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو کار کول بند کړل.

ملګرو ملتونو د افغانستان سره د بشري مرستو د پلان ارزونې چې نږدې یو کال یې ونیوه، تیره اوونۍ اعلان وکړ چې غواړي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون څخه د ډسمبر تر میاشتې پورې د شل میلیون افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته وکړي او ۲.۲۶ میلیارد ډالرو تازه مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اروپايي ټولنې افغانستان سره د ۱۲ میلیونو یورو نوې مرسته اعلان کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*