افغانستان کې د مخنیوي ډیپلوماسۍ مرکز جوړېد لپاره د اتلانتیک شورا وړاندیز

اتلانتیک شورا د افغانستان په شاوخوا کې د جګړو مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو لوی منشي ته یو شمېر وړاندیزونه کړي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي څو د دغه سازمان د ځانګړي استازي په مشرۍ له جګړو د مخنیوي لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

د اتلانتیک شورا ویلي، افغانستان کې د “طالبانو” له بیا واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو سر د دغه هېواد اړیکې د نشه يي توکو، ترهګرۍ او د اوبو اړوند مسایلو له امله حساسې شوې دي.

یادې شورا په خپل وړاندیز شوي لیک کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د دغه هېواد او ګاونډیانو له هغې ډلې ایران، پاکستان، ازبېکستان او تاجېکستان ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې:

دغې شورا د «د اوبو اړوند مسایلو، نشه يي توکو، د ترهګریزو ډلو د مانور له هغې ډلې د القاعده د بیا را ټوکېدو، پر پاکستان د ټي ټي پي بریدونه او د داعش خراسان څانګې بریدونو پیچلي کېدلو» ته اشاره کړې چې له امله یې افغانستان سره د ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.

دغې شورا په خپل وړاندیز کې له جګړو د مخنیوي لپاره د سېمې هڅې، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه سېمه ییزې غونډې لنډ مهالې او بې اغېزې ګڼلې دي.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي وویل: « د افغانستان ګاونډي بېلابېلې غوښتنې لري، لکه د افغانستان شمالي ګاونډيان له داعش اندېښنه لري؛ خو موږ بیا بیا ولیدل چې د افغانستان اسلامي امارت دغه سوژې رد کړي دي.»

اتلانتیک شورا خپل وړاندیزونه له سېمه ییز تیري د مخنیوي تګلارې تر عنوان لاندې یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه تګلاره کې باید: « د ځانګړي استازي په مشرۍ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مخنیوي دیپلماسۍ مرکز او د افغانستان له ګاونډیو، پاکستان، ایران، چین، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان سره یوه سېمه ییزه مشورتي ټولنه» شامله وي.

د سیاسي چارو شنونکي، نجیب‌الرحمن شمال وویل: « افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارنه یو ضروري امر ده او هیله لرو چې د افغانستان اوسني واکمنان نرمښت وښیي او د دې کار اجازه ورکړي ځکه د افغانستان په ګټه ده.»

اسلامي امارت تر اوسه د دغې شورا د وړاندیزونو په تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې تل ویلي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د استازي ګومارنه یې هم غیر ضروري ګڼلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د مخنیوي ډیپلوماسۍ مرکز جوړېد لپاره د اتلانتیک شورا وړاندیز"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*