بریتانیه کې دوه تنه د یوه افغان په وژلو تورن شول

افغان په

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې د برتانیا یوې محکمې دوه ځوانان «الیاس سلیمان او ونوشان بالاکرشنان» د یوه افغان وګړي د وژلو په تور مجرم پېژندل شوي دي.

یاهو نیوز رسنیو پرون دوشنبه د کب ۱۵مه خبر وکړی چې دوه تنکي ځوانانو یو بې‌ګناه ۱۶ کلن هلک د وژلو په تور مجرم وپېژندل شول چې په غلطۍ یې فکر کاوه چې له یوې سیالې ډلې سره تړاو لري.

د دغه راپور له مخې د رشمیت سنګ په نوم یو افغان وګړی د ۲۰۲۱ د نومبر په ۲۴ مه د لندن په لویدیځ کې د دوو تنکیو ځوانانو له خوا په چړو وهل شوی و.

د رشمیت سینګ پلار په ۲۰۱۹ کې په جلال‌اباد کې وژل شوی و.

رشمیت سینګ د خپلې مور او انا سره اوسېده، هغه او کورنۍ یې د خپل پلار له وژنې شپږ میاشتې وروسته بریتانیا ته ولاړل.

د افغانستان سیکان او هندوان د دغه هیواد اقلیتونه دي چې په غزني، پکتیا، کابل، لغمان او جلال اباد ولایتونو کې ژوند کوي.

او

په بریتانیا کې د رسنیو پنځو مدافع سازمانونو په یوه لیک کې د بریتانیا له کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن نه غوښتي چې په نورو هېوادونو کې په تمه ناستو افغان خبریالانو لپاره د بیا مېشتولو د راتلونکي پړاو په اړه وضاحت ورکړي.

ګارډین ورځپاڼې پخپل رپوت کې ددغه لیک په اړه لیکل شوی، ویلي دا مهال سلګونه افغان خبریالان پاکستان او ایران کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي چې “بریتانیا ته د هغوی د راوستلو او مېشتولو په باب د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ناغېړیو د خبریالانو د مدافعو بنسټونو غوسه راپارولې ده”.

دغو سازمانونو د بریتانیا له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې ددغو خبریالانو دوسیو ته د رسېدنې په پړاوونو کې له شفافیت کار واخیستل شي.

جرمني، فرانسې او کوسوو له هغو هېوادونو دي چې ګڼو افغان خبریالانو ته یې پنا ورکړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بریتانیه کې دوه تنه د یوه افغان په وژلو تورن شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*