ملګرو ملتونو هغو افغان کډوالو ته اضافه نغدي مرستې اعلان کړې چې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR پخپله خوښه افغانستان ته د تلونکو افغان کډوالو لپاره نغدي مرستې ډېرې کړي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې دفتر پخپل وروستي اعلان کې ويلي دا مرستې له هغې اضافه دي چې پخوا د شخص په سر ورکول کېدې.

د يو اېن اېچ سي ار په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به هرې دوه کسیزې یا له دوه کسانو څخه سترې کورنۍ ته ۷۰۰ ډالر اضافه ورکول کېږي.

دا اندازه د یوې کسیزې کورنۍ لپاره ۳۵۰ ډالره اعلان شوې ده.

د کور په سر له دې نغدي مرستو ور ها خوا ملګرو ملتونو هر ستنېدونکي کډوال ته هم د ۳۷۵ امریکايي ډالرو د ورکړې ټینګار کړی دی.

د کډوالو دغه نړیوال بنسټ په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دا مرستې په پاکستان کې ثبت ٰراجستر’ شویو افغان کډوالو ته په پام کې نیول شوې خو ټينګار یې کړی چې د ثبت شویو کورنیو نا راجسټر شوي غړي هم یو ځلې له دغې مرستې څخه برخمن کېدای شي.

کډوال

دغې ادارې ویلي له دې وروسته به دا اضافه اعلان شوې مرستې هرې هغې کورنۍ ته په پام کې نیول کېږي چې د روان میلادي کال له پیله ‘جنورۍ’ میاشتې راهیسې یې هېواد ته دستنېدو زړه ښه کړی دی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي دا مرستې، په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو کډوالو د لومړنیو لګښتونو او په ښه ډول د ځای پر ځای کېدو لپاره ځانګړې شوې دي.

له یوې اوږدې مودې راهیسې د یوه ستنېدونکي کس په سر مرسته ۲۰۰ ډالره وه دا مرسته د ولسمشر غني د حکومتوالۍ په لومړیو وختونو کې چې یو زیات شمېر کډوالو هېواد ته مخه کړه د یوې مودې لپاره ان ۴۰۰ ډالرو ته هم لوړه شوې وه.

ملګرو ملتونو دا اضافه نغدي مرستې داسې مهال اعلان کړي چې په پاکستان کې د اقتصادي وضعیت تر څنګ سیاسي او امنیتي وضعیت هم له پخوا ډېر بدل شوی او په خلکو یې منفې اغېزې پرېښي دي.

د دې تر څنګ په افغانستان کې هم د لوږې لوړه کچه، بېوزلي، بېکاري او تعلیمي اسانتیاوې د اندېښنې وړ موضوعات بلل کېږي که څه هم د ښه امنیت په اړه یې اوسني حکومت ټټر ډبولی دی.

په همدې مهال په افغانستان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرو دوه ورځو کې سلګونه کډوال افغانستان ته ستانه شوې دي

کډوال
د عکس تشریح، په وروستۍ اونۍ کې افغانستان ته ستانه شوې کډوال چې ځايي چارواکي ورته هرکلی وایي

د یاد وزارت شمېرې ښيې چې د روانې غوایي میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه ۸۴۱ تنه افغانان چې ۱۴۱ کورنۍ وې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.

وزارت ویلي “له دې شمېر کسانو ۸۱۷ یې پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او ۲۴ نور په زور له پاکستانه ویستل شوي دي.”

په افغانستان کې واکمن چارواکو د بېلابېلو خیریه بنسټونو لخوا دوی ته د مرستو ورکولو خبر هم ورکړی دی.

په دوه ورځو کې دومره شمېر ستنو شویو کډوالو هېواد ته د ستنېدنې دلیل نه دی روښانه شوی خو په دې ورځو کې له پاکستانه د تاوتریخجنو لاریونونو راپورونه ورکړل شوې او د دغه هېواد د راتلونکي په اړه هم اندېښې له بل هر وخته ډېرې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګرو ملتونو هغو افغان کډوالو ته اضافه نغدي مرستې اعلان کړې چې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*