د غازي امان الله خان لور هندیه د ۹۴ کالونو په عمر مړه شوه

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان غازي لور شهزادګي هندیه د ۹۴ کالونو په عمر په ایټالیا کې مړه شوه.

د شهزادګۍ هندیه لور، ثریا ملک د خپلې مور مړینه په فیس بوک کې تائید کړې. په روم کې د افغانستان پخواني سفیر خالد احمد ذکریا هم بي بي سي ته د هغې مړینه تائید کړې.

میرمن ملک په فیس بوک پاڼې کې لیکلي چې مور یې د جمعې په ورځ اکټوبر ۱۳ (تلې۲۱) د ماښام په شاوخوا ۷ بجو له نړۍ سترګې پټې کړلې او د خښولو او فاتحې مراسم یې هم د کورنیو د غړیو تر منځ وشول.

شهزادګۍ هندیه د غازي امان الله خان تر ټولو کشره لور وه.

هغې په تیرو شلو کالونو کې افغانستان ته څو ځله سفرونه هم وکړل.

د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کلتوري او ټولنیزو چارو د ریاست مشر محبوب شاه محبوب د شهزداګۍ هندیه سره د خپلې یوې لیدنې په هکله په اکس ټولنیزې شبکې لیکلي، ” ارواښاده هندیه مې په ۲۰۱۳ کال کې په جلال اباد کې ولیده، هغه لکه د خپل پلار غوندې په وطن او روانې کشالې ځورېده. راته یې ویل چې د غازي ارمان د یوه باسواده افغانستان جوړول وو، نه دا ډول افغانستان چې هره ورځ دې پکې جنګ روان وي. ما د دغې سپین سرې شهزادګۍ په خبرو کې له وطن او ملي ارزښتونو سره مینه حس کړې. د هغې دا خبره مې کله هم نه هېریږي: “نه میفهمم که به وطنم کی بدعا کرده”.

د شهزادګۍ لور ثریا ملک هم لیکلي چې مور یې په تیرو څلورو لسیزو کې د خپل عمر ډیره برخه د افغان ولس سره مرستې کولو کې تیر کړ. هغې د ۱۹۹۰ په لسیزې کې ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو ته سفرونه وکړل چې د طالبانو هغو پالیسیو په هکله د نړۍ پام جلب کړي چې د میرمنو ضد یې لرل.

شهزداګۍ هندیه په ۱۹۲۹ میلادي کال کې وروسته تر هغه چې پلار یې له هیواده جلا وطن شو، د هند د مومبای په ښار کې وزیږیده او وروسته د خپلې کورنۍ سره یو ځای ایټالیا ته ولاړه چې تر مرګه همالته پاتې شوه.

د ټولنیزو شبکو ګڼ شمیر کاروونکو د شهزادګۍ هندیه په مړینه خفګان څرګند کړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د غازي امان الله خان لور هندیه د ۹۴ کالونو په عمر مړه شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*