اوراسیا ټایمز ورځپاڼه: د طالبانو په واکمنۍ کې ۲۳ «ترهکرې» ډلې په افغانستان کې فعالیت لري

د اور اسیا ټایمز ورځپاڼې په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۲۷مه) یې خپور کړی ویل شوي، چې ۲۳ ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد فعالیتونه کوي.

په راپور کې د ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان، القاعده، جېش العدل، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، القاعدې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان د طالبانو د تحریک او د بلوڅانو د ډلو نومونه یاد شوي، چې بیا هر یوه یې بېلابېلې نورې څانګې هم لري.
راپور وایي:« د القاعدې اصلي مشران په افغانستان کې دي او د خپلې ځواکمنتیا لپاره په هڅو بوخت دي.»
دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي یې و، القاعده ډلې د افغانستان په روزګان، غزني، لغمان او پروان ولایتونو کې اته نوي کمپونه جوړ کړي دي.
که څه هم چې طالبان د خپل واک لاندې خاوره کې د ټولو وسله‌والو ډلو خبره ردوي؛ خو د امریکا په ګډون د سیمې ګڼ هېوادونه بیا د دغو ډلو له حضوره اندېښمن دي او د افغانستان ګاونډي هېواد تاجکستان په وار، وار په دې اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.
دا رنګه د افغانستان بل ګاونډي پاکستان هم پر طالبانو تورونه پورې کړي، چې ټي‌ټي‌پي ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او له هغه ځایه په پاکستان کې ټول ترهګریز بریدونه ترسره کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوراسیا ټایمز ورځپاڼه: د طالبانو په واکمنۍ کې ۲۳ «ترهکرې» ډلې په افغانستان کې فعالیت لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*