اوکراین د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو شین څراغ ترلاسه کړ

د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان یا ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، اوکراین به په دې تړون کې د غړیتوب په لاره کې مثبت پیغام ترلاسه کړي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سټولټنبرګ دغه څرګندونې د جولای په يوولسمه نېټه په لاتويا کې د روسيې پر وړاندې د لوېديځو هېوادونو د تېريو د پايلو په اړه د دې اتحاد د غړو هېوادونو د مشرانو د رسمي غونډې له پيلېدو مخکې وکړې.

سټولټنبرګ وویل: «زه تمه لرم چې متحدین به د اوکراین د غړیتوب په لاره کې یو روښانه، متحد او مثبت پیغام واستوي.»

سټولټنبرګ په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې کیف به لا زیاتې پوځي مرستې او امنیتي ضمانتونه او همدارنګه د ناټو او اوکراین د شورا له ایتلاف سره د همکارۍ نوې بڼه به ترلاسه کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان هم ویلي، چې د ویلنیس غونډه به د کییف د غړیتوب د داوطلبۍ په اړه مثبت پیغام واستوي.

په دې سرمشریزه کې د سړې جګړې له پای ته رسیدو وروسته د روسیې د هر ډول برید په وړاندې د دفاع لپاره د ناټو لومړنی هر اړخیز پلان هم تصویب شوی دی.

له بلې خوا مسکو، چې په اوکراین د خپل یرغل اصلي لامل د ناټو پراخوالی یادوي، د لاتویا په ویلنیوس ښار کې د لویدیځو هېوادونو د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه نیوکه کړې ده.

په ویانا کې میشته یوه جګپوړي روسي ډیپلومات خبرداری ورکړی چې که په اوکراین کې جګړه نوره هم پراخه شي اروپا به له «ناوړه پایلو» سره مخ شي.

له ناټو سره د اوکراین یوځای کېدل د کیف له جدي غوښتنو څخه یوه ده.

د راپورونو له مخې، د ناټو د ۳۱ غړو ترمنځ اختلافات لامل شوی، چې اوکراین په مستقیمه توګه په دغه سازمان کې شاملېدو ته ونه بلل شي.

په ختیځه اروپا کې د ناټو غړو په داسې حال کې چې د کیف د دریځ ملاتړ وکړ، چې د ناټو تر ټولیز امنیتي چتر لاندې د اوکراین ځای پر ځای کول به د روسیې د بیا برید مخه ونیسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوکراین د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو شین څراغ ترلاسه کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*