برښنا شرکت: نړۍوال بانک دې افغانستان کې د کاسا زر پروژې پاتې چارې بشپړې کړي

د افغانستان برښنا شرکت له نړۍوال بانکه غواړي څو افغانستان کې د برېښنا د کاسا زر پروژې پاتې چارې بشپړې کړي.

د دغه شرکت ویاند ویلي، د کاسا زر پروژې په وسیله له قرغېزستانه پاکستان ته برېښنا لېږدول کېږي او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان په کال کې نږدې ۷۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د برښنا شرکت ویاند، حکمت الله مېوندي وویل: « له نړۍوال بانک غواړ چې د دغې پروژې پیل لپاره ژر تر ژره ګړندی ګام پورته کړي څو په کمه موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د هغه په خبره، برښنا شرکت د افغانستان په خاوره کې د کاسا زر پروژې د ژر او ښه پلي کېدو لپاره له نړۍوال بانک سره همکارۍ ته  چمتو ده.

حکمت الله مېوندي په دې اړه زیاته کړه: « برښنا له قرغیزستانه پاکستان ته لېږدول کیږي او دا یوازې افغانستان لپاره نه ده، بلکې د ټولې سیمې لپاره مهمه پروژه ده.»

له دې سره سم، د قرغېزستان د انرژۍ وزارت د یوې داسې طرحې له جوړولو خبر ورکړی چې، لمخې به یې، قرغېزستان او تاجیکستان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.

د افغانستان برښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب طلوع‌نیوز ته وايي، د کاسا زر پروژه یوه له مهمو سیمه ییزو پروژو ده، چې قرغیزستان او تاجیکستان د انرژۍ د صادروونکو هېوادونو په توګه او افغانستان د برېښنا مزي د ټرانزیټي هېواد په توګه پکې رول لوبوي او پاکستان د دغې انرژۍ پېرېدونکی دی.

امان الله غالب وویل: « کاسا زر یوه سیمه ییزه پروژه ده چې له نومه یې ښکاري چې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي او زر هم په دې مانا ده چې زر میګاواټه برښنا لېږدوي.»

په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ځینو رسنیو خبر ورکړی چې قرغیزستان او تاجیکستان په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا صادرات پیل کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "برښنا شرکت: نړۍوال بانک دې افغانستان کې د کاسا زر پروژې پاتې چارې بشپړې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*