بریتانیا له لندن څخه افغان کډوال وباسي، خو کډوال دا پرېکړه نه مني

بریتانیا له لندن څخه افغان کډوال وباسي، خو کډوال دا پرېکړه نه مني
بریتانیا له لندن څخه افغان کډوال وباسي، خو کډوال دا پرېکړه نه مني

د انګلنډ په پایتخت لندن کې یو شمېر افغان کډوالو چې په افغانستان کې د بیلا بیلو خطرونو او د جمهوریت له پرځیدو سره جوخت د تخلیې په بهیر کې لندن ته انتقال شوي، پدې اعتراض کړی چې حکومت یې له پایتخت څخه ددغه هېواد یوې لیرې پرتې سیمې ته لېږدوي.

د لندن د ساوت کینسنګټن سیمې په هوټلونو کې دېره په لسګونو افغان کورنیو ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې له لندن څخه ۲۰۰ میله لیرې د لیډز سیمې ته کډه وکړي. دغه حکومتي پرېکړې افغان کډوال سخت پارولي او پروړاندې یې له اعتراض سره سره محکمې ته د تللو تکل کړی دی.

افغان کډوال معروف خان د بریتانیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته د روان تعلیمي کال تر پایه پورې څو میاشتې نور وخت ورکړي چې په لندن کې پاتې شي.

هغه همدارنګه وايي، لیډز سیمې ته د تللو په صورت کې له حکومت څخه غواړي د هوټلونو پر ځای دوی ته کورونه ورکړي.

افغان کډوال د حکومت ددې پریکړې په خلاف لاریونونه هم کړي. د فبرورۍ پر درېیمه یو شمېر دا کډوال چې زیاتره یې زده کوونکي وو، په لندن کې د صدراعظم د دفتر مخې ته په اعتراض راوتلي وو او دا شعارونه یې ورکول چې د دوی د زده کړو بهیر مه ګډوډوئ.

یوه اعتراض کوونکي افغان، بهیر ځاځي، وویل په لندن کې پوهنتون ته ځي او لیډز ته کډه کول یې د زده کړې جریان ستونزمن کوي.

د ساوت کنسینګټن په یوه هوټل کې شاوخوا ۴۰ افغان کورنۍ دېره دي چې ۱۵۰ پکې کوچنیان دي او لا یې هم په بریتانیا کې برخلیک نه دی معلوم دی.

کډوالې خاطرې احمدزۍ وویل: “یوازې زه نه بلکه په هوټل کې اوسېدونکي ټولې افغان کورنۍ او میرمنې ډیر ناارامه یو. زموږ اولادونو او موږ ټولو ته ژور خپګان پیدا شوی. موږ له حکومت څخه غواړو چې موږ ته مهلت راکړي، باید موږ ته کورونه راکړي او داسې ونکړي چې موټرونه راولي او موږ لیډز ته یوسي.”

په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د بریتانیا هېواد څه نا څه ۱۶ زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې چې نږدې نهه زره یې لاهم په هوټلونو کې دېره دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بریتانیا له لندن څخه افغان کډوال وباسي، خو کډوال دا پرېکړه نه مني"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*