د تاپي پروژې د چارو چټکولو امر په ۲۰۲۵ کال کې صادر شو

ترکمنستان امر کړی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې دې د تاپي پروژې چارې په چټکۍ مخته لاړې شي.

د «ترکمن پورتال» د راپور په حواله، ترکمنستاني ولسمشر شنبه د سلواغې پر ۲۰مه د دغه هېواد د تیلو او ګازو د تولید زیاتولو او په دې برخه کې یې د نوې تکنالوژۍ د کارولو پر اړتیا ټينګار کړی او زیاته کړې ده چې روان میلادي کال دې د دغه هېواد د انرژۍ پالیسۍ له مخې د تیلو او ګازو د تولید ظرفیت پراخ شي.

د تاپي د ګازو نللیکې پروژه چې په کال کې د ۳۳ میلیارد مترمکعبو ګازو د لېږد وړتیا او څه باندې ۱.۸ زره کیلومتره اوږدوالی لري، په ۲۰۱۵ کال کې له ترکمنستان څخه پیل شوه.

ټاکلې ده دا نللیکه د افغانستان له هرات او کندهاره او د پاکستان له کویټې او ملتان څخه تېره او د هند او پاکستان پولې فضیلکا ښارګوټي پورې وغځېږي.

له دې وړاندې «ترکمنګس» دولتي شرکت ویلي و چې په ترکمنستان کې د دې نللیکې ۲۱۴ کیلومتره بشپړه شوې او ګټې اخیستنې ته تیاره ده.

دغه راز، د افغانستان په خاوره کې د دغه پایپ لاین د جوړولو عملي چارې بیا د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پیل شوې دي.

منبع

ترکمنستان امر کړی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې دې د تاپي پروژې چارې په چټکۍ مخته لاړې شي.

لومړی نظر وکړئ on "د تاپي پروژې د چارو چټکولو امر په ۲۰۲۵ کال کې صادر شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*