ترکیې د ۲۰۲۳ لومړیو کې تر ۳ زرو ډېر افغانان په زور کابل ته ستانه کړي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي په تېرو درې میاشتو کې شاوخوا لس زره کډوال له ترکیې خپلو هېوادونو ته استول شوي دي. بیان زیاتوي په دې ډله کې ۳۲۷۷ یې افغانان وو.

دا کډوال په شلو چارټر الوتکو کې کابل ته استول شوي دي. ترکیه د افغانانو په ګډون د څو نورو هېوادونو د کډوالو لپاره اروپايي هېوادونو ته مهم لار بلل کیږي. یو زیات شمیر افغانان بیا چې د کار په لټه کې دي په ترکیه کې پاتې کیږي.

په داسې حال کې چې یوازې یوه میاشت وروسته ترکیه کې ټاکنې کیږي، د کډوالو مسله د ټاکنیزو سیالانو ترمنځ یوه له مهمو مسلو ده.

ترکیه کې له درې نیم ملیونه زیات سوریايي کډوال هم میشت دې چې دغه هېواد کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ناکراریو او جګړو له امله ترکیې ته کډه شوي دي.

د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان سیال او له شپږو ګوندونو د جوړ ائتلاف نوماند کمال قلیچدار اوغلو ویلي که ټاکنو کې بریالي شي نو د سوریې شاوخوا درې اعشاریه شپږ میلیونه کډوالو او افغان کډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

ده ویلي پر بهرنیانو به ترکیه کې د جایدادونو پلور هم بند کړي.

د ښاغلي اردوغان د واکمنۍ پرمهال هغو کسانو ته چې د یوې معیني اندازې پورې ترکیه پانګونه کړې او جایدادونه یې اخستي دي، تابعیت ورکړل شوی. دې کړنلارې که له یوې خوا ترکیې ته پانګه جذب کړې له بلې خوا یې د کورونو او جایدادونه بیې لوړې کړي دي.

له اردوغان پرته نور نوماندان د کډوالو په اړه سخت دریځ لري، ترکیه وايي په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۵۵ زره افغان کډوالو خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

قلیچدار اوغلو
د عکس تشریح،د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان سیال او له شپږو ګوندونو د جوړ ائتلاف نوماند کمال قلیچدار اوغلو ویلي که ټاکنو کې بریالي شي نو د سوریې شاوخوا درې اعشاریه شپږ میلیونه کډوالو او افغان کډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي.

یوې ترکۍ ورځپانې “ډیلي صباح” لیکلي چې تېر کال د اوړم کال پر تله افغانستان ته د کډوالو ستنولو کې ۲۰۶ سلنه زیاتوالی راغلی و.

کله نا کله پر خواله رسنیو د افغان کډوالو زړه بوږنوونکي انځورونه او ویډیوګانې خپریږي او ویل کیږي چې د ترکیې سرحدي پولیس له کډوالو سره ډېر ناسمه رویه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په تېره نومبر میاشت کې په خپل رپوټ کې وویل ترکیې لسګونه زره افغانان د ایران پر لور ګرځولي او ایران هغوی افغانستان ته استولي دي.

دې سازمان ویلي وو آن هغه افغانان نیول شوي چې له پخوا ترکیه کې میشت وو. او افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې له نړیوال بنسټونو سره د خپل ځان د کډوالو په توګه راجسټرډ کړي.

له کله چې طالبان بیا افغانستان کې واک ته رسیدلي د ایران او ترکیې له لارې د افغانانو د کډوالۍ لړۍ پراخه شوې او لسګونه زره کسانو کډوالۍ ته مخه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکیې د ۲۰۲۳ لومړیو کې تر ۳ زرو ډېر افغانان په زور کابل ته ستانه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*