عزیزي خیریه بنسټ، عزیزي بانک او د افغانستان اسلامي بانک له لوري په کابل کې له دوه زره څخه زیاتو بېوزله کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته چې نن (پنجشنبه، د وري ۷مه) د کابل په غازي لوبغالي کې جوړ شوي وو، د عزیزي بانک اجرائیوي رئیس خان الله یوسفزي دا مرسته د هغې لړۍ یوه برخه وبلله چې د عزیزي خیریه بنسټ، عزیزي بانک او د افغانستان اسلامي بانک له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره عزیزي خیریه بنسټ، عزیزي بانک او د افغانستان اسلامي بانک د بېوزله هېوادوالو سره د مرستې او د دوی د لاسنیوي په موخه د ۲۰ زره خوراکي کڅو د وېش لړۍ پیل کړې چې نن ددې لړۍ یوه برخه په کابل کې عملي شوه.
د نوموړي په خبره، په دې مرسته کې اوړه، ورېژې، غوړي او لوبیا شامل دي.
ورپسې، د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس الحاج مولوي محمد نور «خلیل» د عزیزي ګروپ لخوا له هېوادوالو سره د دوامداره مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.
نوموړي پر نورو ملي پانګوالو هم غږ وکړ، ترڅو د انساني مسؤلیت له مخې خپلو هېوادوالو ته د لاسنیوي لړۍ لا پراخه کړي، څو اړمنې کورنۍ له اقتصادي ستونزو څخه خلاصون ومومي.
دغه بېوزله کسان د عزیزي خیریه بنسټ، عزیزي بانک او د افغانستان اسلامي بانک د ټاکلو کمیټو له لوري په بیلابیلو سیمو کې پېژندل شوي دي.

افغانستان د اوبو ډيری زيرمي لری