داعش په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی

داعش په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی
داعش په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته نږدي دې ځانمرګي برید لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. داعش د سه شنبې په ورځ د برید پړه پر غاړه واخیسته.

د داعش وسله ډلې د سه شنبې په ورځ په خپله تبليغاتي پاڼه »اعمان نيوز« کې د کابل د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی. ياده ډله چې د افغانستان د اوسنی نظام سرسخته مخالفه ډله گڼل کيږي، تل د امنیتی ځواکونو پر گزمو او همدا راز پر ملکيانو بريدونه ترسره کوي.

پرون دوشنبه دولتی چارواکو او روغتیايي سرچینو وويل چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده.

افغانستان، په کابل کې ځانمرگې برید
افغانستان، په کابل کې ځانمرگې برید

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي ول، چاودنه د ملک اصغر څلور لارې ته نږدي د ملي امنيت يوې پوستې ته څېرمه شوې ده. د هغه په ​​وينا، بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې وپېژندل شو او په نښه شو، چې له امله يې د ده ترڅنګ چاودېدونکي توکي هم وچاودېدل.

ځدراڼ پر ټويټر ليکلي، چې په دې چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د افغان حکومت په گډون يو شمېر نور کسان ټپيان دي.

پولیسو د ویاند څرګندونو تر مخه، د کابل ایمرجنسي روغتون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ول، چې د نننۍ چاودنې دوه مړي او ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

دوه عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دوی د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د یوې لویې چاودنې غږ واورېد، دا یوه سخته ساتل شوې سیمه ده چې ګڼې دولتي ودانۍ او د بهرنیو سفارتونو کورونه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داعش په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*