د اسلام آباد تازه تورونه؛ د پاکستان امنیتي ګواښونه افغانستان کې رېښه لري

پاکستان یو ځل بیا اندېښنه ښودلې چې د افغانستان له خاورې دوی ته امنیتي ګواښونه پېښېږي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان د استازي مرستیال ادعا کړې چې په پاکستان کې امنیتي ګواښونه د افغانستان په خاوره کې ريښه لري.

زمان مهدي د یادې شورا په غونډه کې له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې افغان کډوالو ته له پاکستانه د بېرته ستنېدو شرایط برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان د استازي مرستیال، زمان مهدي و ویل: «موږ خپلو وروڼو او خویندو ته څو لسیزې پخپله پرانیستې غېږه کې ځای ورکړی خو اوس هغو امنیتي ګواښونو ته اندېښمن یو چې رېښې یې په افغانستان کې دي. زموږ په اند، نړۍوال بنسټونه باید ډیره هڅه وکړي چې په عزت سره خپل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بیرته ستنېدو شرایط برابر کړي.»

اسلامي امارت بیا دغو څرګندونو ته په غبرګون سره وايي، افغان خاوره د ټولو هېوادونو پر وړاندې خوندي ده او له افغان کډوالو سره بد چلند به د کابل او اسلام اباد اړیکې خړې پړې کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «هغوی باید د افغان کډوالو برخه کې زغم ولري، موږ د ګاونډیو هېوادونو ستونزې هم درک کوو خو د دې ستونزو سربېره هم باید کډوال وزغمي او له هغوی سره غیر اسلامي او غیز انساني چلند ونشي.»

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو شورا بیا د کډوالو د ځورونې، نیولو او بندیانولو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د افغان کډوالو د شورا مرستیال، عبدالصیز وصال و ویل: «ځورول کیږي، نېول کیږي. په ځانګړې توګه چې په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر او کورنیو چارو وزیر د یو میلیون او ۷۰۰ زره کډوالو د ایستلو په اړه ادارو ته دنده ورکړې چې هر ډول چې وي دا کډوال له پاکستانه وباسي.»

ایران کې افغان کډوال، عابد و ویل: «افغانان په دې ورځو کې په ایران کې سختې ورځې تیروي، د ایران پولیسو له درې زرو زیات افغانان که اسناد لري او که یې نه لري د اصفهان په کمپ کې راټول کړي او له هر ډول امکاناتو پرته یې همالته ساتي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا وايي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د تورخم او سپین بولدک له لارو ۱۲ زره کورنۍ او د نیمروز د مېلک او اسلام قلعه بندرونو له لارو ۸۹ زره کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستول شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد و ویل: «کابو ۱۲ یا ۱۳ زره کورنۍ د نیمروز ولایت د مېلک او اسلام قلعه له لارو او تر ۸۹ زره کورنۍ د یاد هېوادونو له لوري په جبري ډول هېواد ته راستول شوې دي.»

تر دې مخکې، د دفاع وزارت سرپرست، د پولیسو اکاډمۍ د افسرانو په فراغت غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پریکړه نیوکه کړې وه او دغه پریکړه یې ناعادلانه بللې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسلام آباد تازه تورونه؛ د پاکستان امنیتي ګواښونه افغانستان کې رېښه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*