د طالبانو استازي رسماً ابوظبي کې د افغانستان د سفارت سرپرستي ترلاسه کړه

بدرالدین حقاني چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د سفارت د “سرپرست” په توګه معرفي شوی و، په رسمي توګه یې ابوظبي کې خپل کار پیل کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر عباس ستانکزی وايي، پرون یې د دې ادارې ډیپلوماتانو او پخوانیو کارکوونکو ته د کار د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

نوموړی زیاتوي: “د سفارت کارمندانو ته ویل شوي چې په متحده عربي اماراتو کې به د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره په ګډه کا کوو. “

له دې مخکې هم د سیمې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي او د افغانستان مخکیني حکومت ډېری ډیپلوماتانو نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته،‌ ایران،‌ پاکستان او چین کې د افغانستان د سفارتونو چارې د طالبانو استازو ته سپارل شوې دي.

همدارنګه په دا وروستیو کې هالنډ کې افغان سفارت هم اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

بلخوا هند کې بیا د افغانستان سفارت برخه لیک یو ډول نامعلوم حالت کې دی.

د تېرې سپتمبر پر ۲۹مه د هند پلازمېنې ډیلي کې د افغانستان سفارت تائید کړې وه، چې د همدې میاشتې له وروستۍ ورځې وروسته ټولې سفارتي چارې ځنډوي.

همدارنګه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د هند لپاره د افغانستان جمهوریت سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې د هند حکومت د نه همکارۍ او نه ملاتړ او د کافي سرچینو او پرسونل د نه شتون له کبله دغې پرېکړې ته چې پرې خوښ ‌نه دي اړایستل شوي.

د دې خبر په غبرګون کې بیا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ډیلي کې افغان سفارت خپلې چارې روانې ساتي.

ددغه وزارت ویاند ویلي و، چې هند په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په وینا یې د تېر افغان حکومت لخوا ور استول شوی سفیر او د سفارت نور کارکوونکي خلکو ته د وېزو ورکولو او سوداګریزو چارو اړوندو مسلو د سمبالونې واک لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، دوی سفارت او همدا راز افغان کونسلګریو کې له ځینو افغان دیپلوماتانو سره په تماس کې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د طالبانو استازي رسماً ابوظبي کې د افغانستان د سفارت سرپرستي ترلاسه کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*