د امریکا اطلاعاتي ارزونه: له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ کم شوی

د سي ان ان خبري شبکې په یوه راپور کې د امریکا د استخباراتو د دوو جګپوړو چارواکو له خولې لیکلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، په دغه هېواد کې ترهګریز فعالیتونه د کمېدو په حال کې دي.

سي ان ان له دې پرته چې د دغو دوو استخباراتي چارواکو نوم واخلي، وایي چې د دغو استخباراتي چارواکو نوې اطلاعاتي ارزونې ښيي، چې دا له احتماله لېرې ښکاري چې القاعدهه شبکه دې په افغانستان او پاکستان کې بیا سر راپورته کړي.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي:«د داعش خراسان څانګه په زیاتېدونکې توګه، د «طالبانو» تر فشار لاندې وه او د هغې ډېری مهم غړي په وروستیو میاشتو کې له افغانستانه تښتېدلي دي او دغه راز د القاعدې ګواښ په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.»

بلخوا، اسلامي امارت وایي، چې د افغانسان خاوره امنه ده او په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله حضور نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«داسې حکومت مو جوړ کړ چې امنیت یې تامین کړی، په دې برخه کې شک نشته، لوري دې هم دا ومني چې افغانستان امن دی او چا ته ګواښ او ستونزې رامنځته کوونکی نه دی.» 

اخوا، د سیاسي چارو ځیني شنوونکي له سرپرست حکومته غواړي چې نړۍوالې ټولنې ته د ډاډ ورکولو په پار د ترهګرو ډلو په تېره بیا د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

د نظامي چارو شنوونکی اسدالله ندیم وویل:«دم‌ګړۍ د داعش پر وړاندې د طالبانو سخت دریځي حس کېدونکې ده او دا چې یو امریکایی چارواکی هیله څرګندوي، یو مثبت ګام دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، چې په افغانستان کې د القاعدې د حضور د نشوالي په برخه له اسلامي امارت سره د همکارۍ په تړاو د ده اټکلونه سم و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا اطلاعاتي ارزونه: له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ کم شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*