د امریکا په نوښت د ایران د پوځي اکمالاتي شبکو په نښه کول

💬0

د امریکا د متحده ایالتونو نوښت د ایران غیرقانوني پوځي اکمالاتي شبکې په نښه کوي
د امریکا یو نوی پوځي نوښت چې موخه یې د ایران د غیرقانوني وسلو او ټیکنالوژۍ رسولو شبکو ګډوډول دي، د سیمه ییزو پولو په اوږدو کې د پوځي اړوندو موادو د تګ راتګ په اړه مخ په زیاتیدونکي اندیښنې څرګندوي.

دا ځانګړی پروګرام، چې د “اوسپنې دروازه” په نوم یادیږي د نومبر په اوومه نېټه اعلان شو، موخه یې د سیمه ایزو سوداګریزو لارو له لارې د ایراني وسلو، بندیز لګول شویو توکو، دوه ګوني کارونې ټیکنالوژۍ او غیرقانوني ایراني عایداتو د تګ راتګ محدودول دي. دا نوښت د واشنګټن هغه اندیښنه منعکس کوي چې ایران د خپلو پوځي پروګرامونو د تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره د پټو تدارکاتي شبکو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

دا شبکې په ځانګړي ډول د اندیښنې وړ دي ځکه چې ډیری هغه برخې چې په عصري وسلو سیسټمونو کې کارول کیږي مشروع ملکي کارونې هم لري. برېښنايي وسایل، د مخابراتو تجهیزات، د لار موندنې ټیکنالوژي او د بې پیلوټه الوتکو اړوند برخې، له مناسبې پلټنې او اسنادو پرته، له عادي سوداګریزو توکو څخه جلا کول ستونزمن کېدای شي.

له ایران سره د افغانستان نږدې‌والی دا مسله په ځانګړي ډول د پام وړ ګرځوي. دغه دواړه هېوادونه یوه اوږده او ګډه پوله لري، چې پرې د قانوني سوداګرۍ ترڅنګ، له پخوا راهیسې د نشه‎يي توکو قاچاق، د وسلو قاچاق او نور غیرقانوني فعالیتونه هم شتون لري.

که څه هم داسې کوم ثبوت نشته چې په عامه توګه تایید شوی وي چې ګواکې افغانستان د ایران د پوځي ټیکنالوژۍ د رسولو لپاره د یو مهم دهلیز په توګه کارول کیږي، خو بیا هم شته قاچاقي شبکې کیدای شي د حساس توکو د لیږدولو او یا هم د هغو د اصلي سرچینې د پټولو لپاره وکارول شي.

دا ډول فعالیتونه به د افغانستان اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخ کړي، ځکه چې دا کار قانوني سوداګر د بندیزونو له خطر سره مخ کوي، د پولې هاخوا سوداګرۍ په اړه د څارنې د زیاتوالي لامل ګرځي، او احتمالا هغه جنایي ډلې پیاوړې کوي چې د سیمه ییز بې ثباتۍ څخه ګټه ترلاسه کوي.

د دې شبکو د خپریدو مخنیوی د سرحدونو سخت تفتیش، په سوداګریزو بار وړلو کې ډیر شفافیت، او د سیمه ایزو چارواکو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا لري.

افغانستان نشي کولای د غیرقانوني پوځي اکمالاتو لپاره په یوه ترانزیتي لاره بدل شي. د سیمه ایز امنیت ساتلو او د هیواد له پولو څخه د جرمي شبکو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره د وسلو او حساسو ټیکنالوژۍ د تګ راتګ د مخنیوي په وخت کې د مشروع سوداګرۍ ساتنه اړینه ده.

امواج پرس

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا په نوښت د ایران د پوځي اکمالاتي شبکو په نښه کول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*