د امریکا ځانګړي استازي “د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار” ټينګار وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طلوع نیوز سره په مرکه کې وایي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره د افغانستان ژمنو پایله نه ده ورکړې.

په دغې ځانګړې مرکه کې ښاغلی وېسټ زیاتوي چې د نجونو او ښځو، د زده کړو، تحصیل او کار مسئله به له هغو لومړنیو مسایلو وي، چې امریکا متحده ایالتونو به يې له نړۍوالې ټولنې او د سیمې له لویو قدرتونو سره په ګډه له افغان حکومت سره مطرح کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي:«هغوی به دا پرېکړه د افغانستان د کورنیو غوښتنو له امله وکړي، نه له دې امله چې نړۍواله ټولنه دا غوښتنه مطرح کوي، د افغانستان له ګوټ، ګوټ نه د خلکو غوښتنه دا ده چې د دغې پرېکړې شاهدان وي.»

دغه امریکایی ډيپلوماټ وایي، چې هیله من نه دی، چې په نوي ښوونیز کال کې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.
 
ټوماس وېسټ څرګندوي:«موږ ژمنې واورېدې چې نجونې به ښوونځي ته ستنې شي. صادقانه وایم چې دغو ژمنو تر اوسه پایله نه ده ورکړې او په دې تړاو فکر کولو ته اړتیا ده.»

له دې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیاله وایي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو پر اړتیاوو او بنسټيزو حقونو د غور په برخه کې ژمنه پاتې شي.
                          
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي:«څه باندې پنځه سوه ورځې کېږي، چې په افغانستان کې چارواکو نجونې منځنیو ښوونځيو او لېسو ته له تګه محرومې کړې دي. دغه کار باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

په ملګرو ملتونو کې د سویلي افریقا دایمي استازې او د ښځو کمېټې رییسه ماتوجویني هم څرګندوي:«هغه څه چې په افغانستان کې پېښږي، د خواشینۍ وړ دي. کله چې موږ د ډيجیټلي زده کړو په اړه غږېږو او له دې ډاډ ترلاسه کوو چې نجونې څنګه کولای شي ډيجیټلي او محاسباتي زده کړې وکړي، څو په ډيجيټل نړۍ کې معنا داره رول ولوبوي. خو په ځينو نورو برخو کې موږ له داسې وضعیت سره مخ کېږو، چې د نجونو لپاره هېڅ زده کړې نشته، نو دا ډېره سخته ده.»

خو د افغانستان ویاند وایي، چې دوی په هېواد کې د ښځو د کار او زده کړو مخالف نه دي او دغه چاره د تابیاوو  په پار تر امر ثاني ځنډېدلې ده.
                                          
د افغانستان ویاند وویل:«دا په دوو وزارتونو پورې اړه لري چې ښوونیز ارګانونه دي، د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنې وزارت، هغوی چې هر وخت خپل چمتووالی ونیو اعلان به وکړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، تر څو چې ځيني مسایل په ځانګړې توګه ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص نه شي، افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ د سپارلو او د افغانستان د کنګل شویو پیسو په تړاو پایلې ته رسېدل شوني نه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا ځانګړي استازي “د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار” ټينګار وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*