د بغلان سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

بغلان کې ځینې سېلاب ځپلې کورنۍ چې وروستیو سېلابونو سخت زیانمن کړي دي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

دغه زیانمنې شوې کورنۍ وایي چې په وروستیو سېلابونو کې یې نه یوازې د کورنۍ غړي بلکې د کورونو شته هم له لاسه ورکړي دي او اوس له سخت وضعیت سره مخ دي.

سېلاب ځپلي عبدالاحد و ویل: « د لرخاب درې خلک د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي دي. نه ښوونځی پاتې دی، نه جومات پاتې دی او نه هم څاروي، هر څه لمنځه تللي دي.»

بل سېلاب ځپلي محمد اسحاق و ویل: « دلته چې ولاړ یو، همدلته زموږ کور و خو اوس هر څه لمنځه تللي دي.»

اویا کلن شاهي خان چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي چې په وروستیو سېلابونو کې یې د کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي دي.

دا عمر خوړلی وایي چې په سېلابونو کې یې د کورنۍ غړو ترڅنګ خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي.

سېلاب ځپلي شاهي خان و ویل: « زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وشي ځکه هر څه مو له لاسه ورکړي دي. د کورنۍ غړي او د کور ټول شته مو له لاسه ورکړي دي.»

بغلان کې ویجاړونکو سیلابونو د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو سربېره د کابل – بغلان لویې لارې په ګډون عامه تاسیسات هم ویجاړ کړي دي.

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي ددې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي.

موټر چلوونکی اشرف غني موټر و ویل: « له اسلامي امارت زموږ غوښتنه دا ده چې په سېلابونو کې ویجاړ شوي سړکونه ورغوي.»

د بغلان د والي ویاند وايي د زیانمنو شویو کورنیو سروې روانه او په خبره یې چې د دغو کورنیو ته د مرستو رسولو ډاډ ورکوي.

د بغلان د والي ویاند علم مجیدي و ویل: « په دې وروستیو کې د بېلابېلو بنسټونو له لوري ټیمونه چمتو شوي دي او زیانمنې شوې کورنۍ ارزوي، ټول زیانمن شوي کسان په ډاګه کیږي او بیا ورته مرستې رسول کیږي.»

په وروستیو درې اوونیو کې مرګونو او ویجاړونکو سیلابونو د بغلان په ګډون یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته پراخ زیانونه اړولي او دامهال ډېر دغه سیلاب ځپلي په ازاده فضا او یا هم تر کېږدیو لاندې ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بغلان سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*