‘د بیو لوړوالي له کبله په خیبر پښتونخوا کې د چرګانو صنعت اغېزمن شوی’

'د بیو لوړوالي له کبله په خیبر پښتونخوا کې د چرګانو صنعت اغېزمن شوی'
‘د بیو لوړوالي له کبله په خیبر پښتونخوا کې د چرګانو صنعت اغېزمن شوی’

د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصاد په دغه هېواد کي هر صنعت ځپلي، د فارمي چرګانو صنعت چي په تېرو کلنو کي په دغه هېواد کې ښه غوړيدلو اوس د خراب اقتصاد له کبله اغېزمن شوی.

انفلاسیون، د فارمي چرګانو د خوراک کمښت او لوړې بيې هغه څه دي چې ورسره دغه صنعت اغېزمن شوی او له دغه کاروبار سره تړلي زرګونه کاروباریانو خپل کارونه له لاسه ورکړي.

پاکستان کي د نورو خوراکي توکو سره سره د چرګانو بيي هم لوړې شوې او د يو کلو بيه له څلور سو روپیو اوښتې.

نژدې دوه کاله وړاندې به په همدومره پيسو د چرګ دوه کیلو غوښه پلورل کېده، خو اوس د دوه کلو چرګ غوښې بيه له اته سوه روپۍ هم زیاته ده.

کاروباریان وايي، له بهره د چرګانو لپاره واردېدونکي خواړه (سویابین) له څه مودې راهیسې په کراچۍ بندر کې ایسار پاتې دي، او په هېواد کې دننه د چرګانو لپاره د ټیټ کیفیته خوړو کارولو له کبله هم د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی.

پېښور کې ځايي کاروباریانو بي بي سي ته وویل، دوی اړ شي، چې له پنجاب ایالته فارمي چرګان خیبر پښتونخوا ته راوړي، خو د بیو لوړوالي له کبله یې بازار پیکه شي، چې ورسره د دې کاروبار اړوند زرګونو کسانو روزګار هم متاثر کېږي.

ځايي کاروباریان وايي، له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو حل ته توجه وکړي او د بیو کنټرول برخه کې داسې اقدامات وکړي، چې د دوی کاروبار ورسره پر خپلو پښو ودرېږي.

د رپوټونو له مخې د فارمي چرګانو خوراک په برخه کې د ژر ودې لپاره ځینې داسې توکي هم دې چرګانو ته ورکول کېږي، چې د انسانانو روغتیا ناوړه اغېز کولای شي.

افغانستان ته هم له پاکستانه ډېر چرګان وړل کېږي او که پاکستان کې بیې لوړېږي، په افغان مارکیټونو کې هم پر بیو اغېز کولای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "‘د بیو لوړوالي له کبله په خیبر پښتونخوا کې د چرګانو صنعت اغېزمن شوی’"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*