د ‘داعش’ د مشر کونډه ام حذیفه بي‌بي‌سي ته د خپل ګډ ژوند نکل کوي

زندان کې یوه کمیابه مرکه- د “اسلامي دولت” ‘داعش’ نومې ډلې د مشر کونډه ام حذیفه له خپل مېړه سره د خپل ژوند نکل کوي.

ام حذیفه د ابو بکر البغدادي لومړنۍ مېرمن وه، هغه وخت یې واده ورسره وکړ چې دی د دغې ډلې څارونکی و، داعش په ‘وحشیانه’ کارونو پېژندل شوې ډله وه چې د سوریې او عراق پر ډېرو برخو یې واکمني وکړه.

اوس د البغدادي کونډه د عراق یوه زندان کې ده او د ترهګرۍ اړوند جرمونو په اړه تحقیقات ترې کېږي.

د ۲۰۱۴ اوړي کې، ام حذیفه له خپل مېړه سره د سوریې الرقه ښار کې اوسېدله، دا ښار هغه وخت سوریه کې د “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې ټینګ مرکز و.

دا چې البغدادي د یوې سخت دریځې جهادې ډلې د مشر په توګه د مطلوبو کسانو نوملړ کې و، ډېری وخت یې نورو ځایونو کې تېراوه، یوه ورځ یې خپل یو ساتونکی خپل کور ته ولېږه چې دوه کوچني بچیان یې ورته راولي.‌

ام حذیفه وايي: “راته وویل چې بچیان مو لامبو زدکولو ته په چکر بیايي.”

هلته په کور کې یو تلوېزیون و چې دې (ام حذیفه) به پټ کاته، دا وايي: “هغه وخت به مې چالان کړ چې هغه (البغدادي) به کور کې نه و.” دا زیاتوي چې البغدادي پر دې باور و چې ګنې تلوېزیون له کاره لوېدلی دی.

ام حذیفه وايي، له ۲۰۰۷ کال راهیسې له نړۍ ته په انزوا کې وه او د تلوېزیون کتلو یا د موبایل په شان له هر ډول ټېکنالوژۍ نه د ګټې اخیستلو اجازه یې نه لرله.

دا زیاتوي، څو ورځې وروسته چې ماشومان مې رانه بوتلل شول، تلوېزیون یې چالان کړ او “لوی ټکان” یې وخوړ.

خپل مېړه یې د عراق شمال موصل ښار په لوی جامع جومات کې د خطبې حالت کې ولید، لومړی ځل خپل ځان د مسلمانانو د خلیفه په توګه اعلان کړ. دا کار پر سیمه د هغه د جنګیالیو له واکمنېدا یوازې څو اونۍ وروسته وشو.‌

ابو بکر البغدادي د ۲۰۱۴ کال جولای کې د موصل (النوري) جامع جومات کې د خطبې پرمهال

ام حذیفه وايي، هغه وخت وبوږنېدله چې پوه شوه بچیان یې فرات سېند کې د لامبو زدکولو په پلمه موصل ته بېول شوي او له هغه (البغدادي) سره دي.

د عراق پلازمېنې بغداد له یوه زندانه دا خپل دا نکل په داسې حال کې کوي چې په “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډله کې د هغې د فعالیت همدارنګه ددغې ډلې د جرمونو په اړه عراقي چارواکي ترې پوښتنې ګروېږنې کوي.

زندان کې بندیان بېلابېل غږونه وباسي، د بېلابېلو جرمونو (نشه‌يي توکو او فحاشۍ) په تور بندیان شوي، همدا شان زندان ته له بهره د خوړو راوړل کېدو پرمهال د بندیانو د غوښتنو غږونه اورېدل کېږي.

کتابتون کې مو یو ارام ځای وموند، هلته دوه ګړۍ وغږېدو. د خبرو پر مهال ام حذیفه خپل ځان له مېړه نه د تېښتې په هڅه کې قرباني شوی تن بللی او د “اسلامي دولت” (داعش) په هر ډول وحشیانه فعالیتونو کې خپله ښکېلتیا ردوي.

دا د هغې مرافعه قضائي دعواوو د طریقې په تناقض کې دی چې وايي د “اسلامي دولت” (داعش) غړو ایزیدي ‌ښځو د دوی د تښتول کېدو او پرې د تېري په تړاو راپورته کړې دي. ایزیدي ښځو پر دې ډلې تور لګولی چې ګنې د یرغمل شویو نجونو او ښځو له (جنسي مرییتوب) سره همغږۍ کې ام حذیفه مرسته کړې ده.

د مرکې پرمهال ام حذیفه خپل سر هېڅ پورته نه کړ، تور حجاب یې اغوستی و او یوازې مخ یې ترې ښکارېده.‌

ام حذیفه په ۱۹۷۶ کال په یوه محافظه‌کاره عراقي کورنۍ کې زیږېدلې او په ۱۹۹۹ کې یې له ابراهیم عوض البدري سره واده کړی، چې بیا وروسته په مستعار نامه ابو بکر البغدادي وپېژندل شو.

البغدادي
د عکس تشریح،د څار کامرو د ابراهیم عوض البدري- چې وروسته په البغدادي مشهور شو- عکس اخیستی، چې مخکې نه دی خپور شوی

البغدادي بغداد پوهنتون کې شریعت لوستی، کونډه یې وايي هغه مهال “متدین و، خو سخت‌دریځی نه و. محافظه‌کار و، خو پرانستی نه و”.

په ۲۰۰۴ کې، د امریکا په مشرۍ پر عراق له برید یو کال وروسته، امریکايي ځواکونو البغدادي ونیو او په سوېل بوکا کمپ کې یې یو کال له ځینو نورو هغو سړیو سره بندي کړ، چې بیا وروسته په “اسلامي دولت” (داعش) او نورو جهادي ډلو کې مشهور غړي شول.

د هغه له خوشي کېدو وروسته کلونو کې دده کونډه وايي چې بدل شوی و: “ډېر ژر به غوسه کېده او د غوسې څپې به پرې راتللې.”

نور خلک چې دی پېژني په اړه یې وايي چې بوکا کې له بندي کېدا مخکې له القاعده شبکې سره تړلی و. خو د ام حذیفه لپاره د هغه نیول کېدل د بدلون ټکی و چې بیا وروسته په ډېرېدونکې توګه سخت‌دریځی شو.

دا وايي: “له رواني ستونزه کړېده”.‌ کله به مې چې د لامل په اړه وپوښت، ده به ویل چې “داسې کړول شوی چې دا یې په اړه نه شي پوهېدلی.”

دا باوري ده چې “هغه به د بند پرمهال جنسي ځورول شوی وي”، خو هغه دا خبره هېڅکله په ډاګه ونه کړه. په عراق کې له ابو غریب زندانه- چې د امریکا په لاس کې و، انځورونه ښيي چې بندیان د جنسي فعالیت پېښو او تقلید کولو او ډېرو ټیټو کارونو ته اړایستل شوي وو.

بي‌بي‌سي دا ادعا د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ته واستوله چې خپل غبرګون پرې وښيي، خو ددغه رپوټ د لیکلو تر وخته یې کوم ځواب رانغی.

نخچه

ام حذیفه وايي، نه شي ویلی چې هغه څنګه له سخت دریځې ډلې سره یوځای شو “کله به چې کور ته راستون شو، جامې به مې یې وکتلې، کله به چې حمام ته تله، کالي به مې یې کتل یا به کله چې ویده شو”.

دا زیاتوي: “ان د هغه بدن به مې وکوت چې څه ډول ټپونه یا داغونه خو به پرې نه وي… حیرانه وم”. خو وايي چې هېڅ ډول نښه یې ونه مونده.

نوموړې زیاتوي: “هغه وخت مې ده ته وویل چې لار دې ورکه کړې ده، دی ډېر سخت په غوسه شو.”

دا په دې اړه هم راته وايي چې دوی څنګه له یوه کوره بل ته لېږدېدل او په جعلي هویت مخته تلل او بغدادي څنګه دویم واده وکړ. ام حذیفه زیاتوي چې طلاق یې ترې وغوښت، خو د مېړه هغه شرط ته یې غاړه کښې نه ښوده چې ماشومان به له ده سره پاتې کېږي.‌ همدا وو چې له طلاق تېره شوه.

له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ پورې نژادي او قومي خونړیو جګړو ته د عراق ور لوېدلو سره، دې ته هېڅ شک نه و پیدا شوی چې ګنې بغدادي به له سنوي جهادي ډلو سره تړاو نه لري. په ۲۰۱۰ کال کې په عراق کې د “اسلامي دولت” (داعش)- چې په ۲۰۰۶ کې جوړه شوې وه- مشر شو او د عراقي جهادي ډلو لپاره سرپنا وه.

ام حذیفه وايي: “سرویه کې د ادلب له کلیوالې سیمې د ۲۰۱۲ کال جنورۍ کې وخوځېدو، هلته راته په ډاګه شوه چې همدی د “اسلامي دولت” ډلې امیر دی.”

په عراق کې “اسلامي دولت” یوه له هغو ډلو وه چې وروسته د “اسلامي دولت” (داعش) په نوم وپېژندل شوه او د خلاف اعلان یې وکړ.

افغاني کالي

د البغدادي کونډه وايي، هغه وخت البغدادي افغاني کالي اغوستل، ږیره یې پرېښې وه او تومانچه به ورسره وه.

د کورنۍ جګړې پرمهال د سوریې شمال کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره، دوی ختیځ رقه ښار ته ولېږدېدل، چې وروسته دا ښار د “اسلامي دولت” (داعش) پلازمېنه شوه، دا هغه ځای و چې ام حذیفه هلته اوسېدله او په تلوېزیون کې خپل مېړه ولید.

د هغو ډلو وحشیانه اعمال روښانه و چې بیا وروسته ترې “اسلامي دولت” (داعش) ډله جوړه شوه، خو په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې، ددې ډلې وحشیانه اعمال ډېر ‌پراخه شول.

د ملګرو ملتونو یوې څېړنډلې وویل، داسې ثبوتونه یې وموندل چې “اسلامي دولت” ډلې په عراق کې د ایزیدي لږکیو په حق کې د ټولوژنې جرم کړی او د بشر ضد جرمونه یې ترسره کړي،‌ چې وژنې، ربړونې، تښتونې او مرییتوب پکې راځي.

“اسلامي دولت” (داعش) د خپلو هر ډول وحشیانه اعمالو وېډیوګانې پر خواله رسنیو خپرولې، چې د تښتول شویو کسانو د سرونو غوڅول او د اردني پیلوټ په ژوندون سوځول هم پکې وو.

یوه بله ډېره بدناموونکې پېښه وه- کله چې دې ډلې نژدې ۱۷۰۰ عراقي پوځیان چې ډېری یې شیعه‌ګان وو، د عراق له شمال سبایکر کمپ نه خپلو ښارونو ته د ستنېدو پرمهال ونیول او سرونه یې ترې غوڅ کړل.

اوس ځینې هغه ښځې چې “اسلامي دولت” (داعش) ته ورغلې وې، وايي دوی نه پوهېدې چې په کومو کارونو کې ښکېلې وې، له ام حذیفه مې هم وپوښتل چې ددغه مهال جرمونو په اړه د دې نظر څه دی، دا وايي چې هغه وخت یې دا شان انځورونو ته هېڅ کتلی نه شوای او دا (لویه ناانساني صدمه) ګڼي او “په ظلم د وینې تویول یو ډېر ټیټ کار دی” او دوی (د اسلامي دولت جنګیالیو) په دې برخه کې د انسانیت له حدودو پښې اړولې وې.

ام حذیفه وايي، له خپل مېړه سره یې پرې بحث هم کړی او ورته ویلي یې دي چې “دده لاسونه د بې ګنا خلکو په وینو لړلي”.

دا وايي چې البغدادي به د “اسلامي دولت” (داعش) له نورو مشرانو سره د خپل لپ ټاپ په مټ اړیکه نیوله.

ده به خپل لپ ټاپ په بیک کې بند ساته. دا وايي: “هڅه مې وکړه چې لپ ټاپ یې پرانیزم چې وګورم څه روان دي، خو په ټیکنالوژۍ نه پوهېدم او تل به یې یې پاسورډ غوښت”.

حمید
د عکس تشریح،د حمید لور او ورېره له هغو ایزیدي نجونو څخه دوه وې چې د ام حذیفه کور ته لېږدول شوې وې

دوه کوچنۍ نجونې سمر او زینت (اصلي نومونه نه دي) په ډله کې وې. ام حذیفه ګومان کوي چې د رقه کور کې یې څو ورځې تېرې کړې او بیا لېږدول شوې دي. خو دا کورنۍ وروسته موصل ته یووړل شوه او سمر بیا راښکاره شوه او له دوی سره تقریبا دوه میاشتې پاتې شوه.‌

د سمر د پلار حمید په لټه کې شوم، چې د خپلې لور د تښتول کېدو د یادولو پرمهال یې سترګې له اوښکو ډکې شوې.

ده وویل، دوه مېرمنې یې وې، دوه خویندې او د هغوی د کورنیو ټول ټال ۲۶ غړي وو، ټول په سنجار کې له خانصور سیمې وتښتول شول، خو دی نژدې غره ته وتښتېد.

لا هم د هغه شپږ بچیان چې سمر هم پکې ده، د ورکو شویو په ډله کې دي. ځینې یې د فدیې په بدل کې راخوشي شول. نور بیا د ځینو هغو سیمو له ازادولو وروسته کورونو ته راستنه شول چې دوی پکې بندیان وو.

خو بله نجلۍ (زینت)، چې د هغه ورېره ده دده په باور د سوریې شمال کې بنده پاتې ده. د زینت خور سعاد له ام حذیفه سره هېڅ مخامخ شوې نه ده، خو هغه وینځه شوې، تېری پرې شوی او اوه ځله خرڅه شوې ده.

حمید او سعاد د ام حذیفه پرضد د ایزیدي ښځو په وینځه کولو او تښتولو کې د همکارۍ په تور د ملکي دعوه کړې ده. دوی باور نه کوي چې ګنې هغه دې یوه عاجزه قربانۍ وي، بلکې د اعدام سزا ورته غواړي.

سعاد وايي: “دا د هر شي مسؤله وه، واک ورکرل شوی و: یوه به یې خپل خدمت ته ګومارله، بله به یې د مېړه خدمت ته، زما خور یوه له دغو نجونو وه”.‌ سعاد پخپل روایت کې د نورو هغو قربانیانو پر هغو ګواهیو هم تکیه کوي چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

دا وايي: “دا د مجرم ابو بکر البغدادي مېرمن وه، دا هم د هغه په شان مجرمه ده.”

سعاد
د عکس تشریح،سعاد د ام حذیفه پر ضد راپورته کړې ملکي دعوا په اړه د محکمې د حکم اورېدو نېتې ټاکلو ته په تمه ده

د ام حذیفه په مخ کې مو د سعاد ثبت شوې مرکه هغې ته واوروله، دې وویل: “منکره نه یم چې مېړه مې مجرم و”، خو وايي “هغه څه چې له دوی سره پېښ شوي، ډېره خواشینې ده” او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

ام حذیفه وايي، لږ موده وروسته (د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې) له تښتول شوې امریکايۍ خیریه کارمنې کایلا مولر سره یې وکتل چې ۱۸ میاشتې یرغمل شوې وه او د توقیف پر مهال مړه شوه.

ام حذیفه رقه کې یوه امن پټنځای ته لېږدول شوې، وايي لوړ پوړ کې یو غږ واورېد ورغله چې پوه شي څه روان دي. خوبخونه کې یې کایلا ومونده. دا وايي کایلا “خوشاله ښکارېده… راته وویل چې د شیخ ښځه ده… پوه شوم چې هدف یې زما مېړه دی”.

کایلا وايي، د هغه په اړه یې (په مینه) خبرې کولې، غیرت او غوسه یې له ورایه په مخ کې ښکارېده او د خپلې ناروغې لور نسیبې د ژغورلو لپاره یې هلې ځلې کولې چې بیا وروسته مړه شوه.

خو دا روایت له هغو ګواهیو سره بشپړ برعکس دی چې له کایلا سره یوځای بندیان وو. د کایلا له مړینې وروسته، د هغې مور مارشا وویل د بندیانو ښځو ګواهیو په ډاګه کړې ده چې هغې (کایلا) “له دغه سړي سره واده نه دی کړی، بلکې البغدادي په زور اخیستې، تېری یې پرې کړی او د هغه له خونې په ژړا راوتلې ده”.

د تښتونې ضد ډلې د پولیسو یوه کارپوه هم ویلي که کایلا دا ډول چلند کړی وي لکه څنګه یې چې ام حذیفه وايي، نو ښايي د خپل ځان د بقا پخاطر یې دا کار کړی وي.

لا هم د کایلا مړینه مرموزه ده. داعش هغه وخت وویل چې د اردن هوايي برید کې ووژل شوه، خو امریکا تل دا خبره رد کړې ده.‌ اوس یوې عراقي امنیتي سرچینې راته وویل چې هغه د اسلامي دولت ډلې په لاس وژل شوې ده.

په ۲۰۱۹ کې، امریکايي ځواکونو د سوریې شمال لوېدیځ کې پر هغه ځای هجوم وروړ چې البغدادي پکې د کورنۍ له ځینو غړو سره پټ و. کله چې البغدادي په تونل کې محاصره شو، خپل چاودېدونکی واسکټ یې وچووه، خپل ځان او دوه ماشومان یې ووژل، خو له څلورو مېرمنو دوه یې په ډزو کې ووژل شوې.

که څه هم ام حذیفه هلته نه وه، بلکې ترکیه کې په مستعار نامه اوسېدله او په ۲۰۱۸ کال ونیول شوه. د همدې کال په فبرورۍ کې عراق ته ستنه کړل شوه او له هماغه راهیسې زندان کې ده او هلته په اسلامي دولت نومې ډله کې د خپل فعالیت او رول په اړه پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي.

د هغې مشره لور امیمه هم له دې سره زندان کې ده. خو ۱۲ کلنه لور یې فاطمه د کوچنیو ماشومانو د توقیف په مرکز کې ده.‌ د ام حذیفه یو زوی حمص ته څېرمه د روسیې په هوايي برید کې وژل شوی او بل زوی یې له پلار سره تونل کې وژل شوی. خو کوچنی زوی یې دارالایتام کې دی.

کله مو چې خبرې او مرکه ختمه شوه، ام حذیفه خپل سر راپورته کړ او همدې شېبه کې مې د هغې بشپړ مخ په ځغلنده نظر وکتلی شو. په داسې حال کې چې د څارګرې ادارې یوه مامور له دې ځایه ایستله، د خپلو کوچنیو ماشومانو په اړه یې د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه.‌ او اوس، زندان ته له ستنېدا وروسته، باید انتظار وباسي چې ایا له جنايي تورونه سره به مخامخ شي او که نه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ‘داعش’ د مشر کونډه ام حذیفه بي‌بي‌سي ته د خپل ګډ ژوند نکل کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*