د روسیې ولسمشر پوتیند کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ

2
1

ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کېاسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.

د روسیې ولسمشر پوتین د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي؛ مونږ تل په دې باور یوو، چې باید واقعیت ومنو. ا.ا په افغانستان کې واک لري. مونږ باید د ا.ا له حکومت سره اړیکې ټینګې کړو.

پوتین زیاته کړې، چې د روسیې او ازبکستان لپاره په افغانستان کې ثبات تر اقتصادي فرصتونو ډېر مهم دی؛ خو دی له اسلامي امارت غواړي، چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

ولادمیر پوتین وایي: زمونږ او ازبکستان لپاره، په افغانستان کې امنیت او ثبات له اقتصادي فرصتونو څخه ډېر مهم دی. ا.ا باید د ټولګډونه حکومتوالۍ په خورا حساسه موضوع کې د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو په ګډون خپلې ژمنې پوره کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولنې پر کچه لوی موضوعات هم باید حل شي.

په څه کم دوه اوونیو کې د روسیې حکومتي چارواکو په بېلابېلو کچو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې مسکو غواړي د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي، چې اسلامي امارت نور د روسیې دښمن نه ګڼل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله له روسیې سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوي او څرګندوي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متوازنې پالیسۍ په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي.

له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا روسیې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو په نوملړ کې شامل کړ؛ خو په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمیدو وروسته په څه کم درې کلونو کې روسیې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ټینګې کړي او تر څنګ یې د اسلامي امارت  ډیپلوماټان هم ومنل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د روسیې ولسمشر پوتیند کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*