د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

4
2

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره په دغه هېواد کې له سیلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان وايي؛ په سېلاب ځپلو ولايتونو کې وضعيت “خطرناک” دی.

د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې په یوه راپور کې ویلي: “د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلاب ځپلو ولایتونو وضعیت لا هم کړکېچن دی او د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د اضافي سرچینو سمدستي تحرک ته اړتیا لري.”

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي او ۷۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې د روان کال د غويي د میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه سېلابونو د غور ولایت ۱۰ ولسوالۍ او د فاریاب ولایت اته ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د دغو سېلابونو له امله په غور او فارياب کې ١٢٠ کسان مړه شوي او سلګونه نور ورک شوي دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د بدخشان په تیشکان ولسوالۍ کې ګرځنده ټیمونه ځای پر ځای کړي، چې د بدخشان د وروستیو سېلابونو د قربانیانو روغتیايي وضعیت وارزوي.

په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او سېلابونو د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*