د سړکونو خرابوالی؛ د فاریاب سېلاب‌ځپلو ته د مرستې رسونې پر وړاندې خنډ

ویجاړونکو سیلابونو د فاریاب د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې هم ویجاړې کړې دي.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي د سېلابونو راتلو او سړکونو خرابوالي له امله د دغه ولایت سېلاب‌ځپلو سیمو ته بېړنۍ مرستې نه‌دې رسېدلي.

ښاغلي مرادي وویل:«موږ له خیریه دفترونو او سکټوري ریاستونو سره بیړنۍ ناستې لرلې دي او هغوی ته مو دنده ورکړې چې ژر ترژره ځانونه د پېښې ځای ته ورسوي او کورونه سروې کړي؛ خو دا چې د لارې وضعیت ښه نه‌دی، تراوسه سیمې ته نه‌دي رسېدلي او مرستې هم سیمې ته‌ نه‌دي رسېدلي.»

یو شمېر ناروغ لرونکي وايي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د لارو خرابوالي له امله نه‌شې کولای روغتیايي مرکزونو ته ناروغان ولېږدوي، پر دغو لارو کې بند پاتې موټر چلوونکي د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي او د سرپرست حکومت له مسوولانو په بېړني ډول د دوی ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد طلوع‌نیوز ته وايي:«له مشرانو زموږ غوښتنه دا ده چې ملت ته پاملرنه وکړي څو خلک له خراب وضعیته وژغورل شي. که‌چېرې لوي کوي، باید دا کار وکړي، له هغې پرته ملت وژنه دې وکړي.

د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ بل اوسېدونکی صحبت‌الله هم څرګندوي:«موږ په فاریاب کې یو او ګرزیوان ته ځوو، وینوو چې لار خرابه ده او په څو ځایونو کې موټر بند پاتې دي.»

د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدونکی یو دیرش کلن امان‌الله وايي لسګونه موټر له لومړنیو توکو او ناروغانو سره میمنې ښار ته پر لار او له میمنې ښار دغو دوو ولسوالیو ته پر لار بند پاتې دي.

فاریاب کې موټر چلوونکی امان‌الله وايي:«د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو څخه تر میمنې په دوه ساعتونو کې تلو، اوس په اتو ساعتونو کې ځوو؛ ځکه سېلاب لارې خرابې کړې دي. مشران باید پاملرنه وکړي. خلک خوراکي توکي پر مرکب لېږدوي.»

د رسمي شمېرو پر بنسټ فاریاب کې د وروستیو سېلابونو له امله نږدې ۷۰ تنو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان او یا هم ورک دي.

په دغو سېلابونو کې ۱۵۰۰ کورونه، ۱۵۰ هټۍ، یو روغتیايي مرکز، سلګونه څاروي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.
 منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سړکونو خرابوالی؛ د فاریاب سېلاب‌ځپلو ته د مرستې رسونې پر وړاندې خنډ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*