د م.م د امنیت شورا غونډه؛ د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنې

افغانستان کې بشري او د لوږې بحران
افغانستان کې بشري او د لوږې بحران

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان او قطر په ګډون یوشمېر هېوادونو د افغانستان بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی. په دې غونډه کې د خوړو پر ناخوندېتوب هم بحث شوی.

د ملګرو ملتونود امنیت شورا په غونډه کې د بریتانیا استازې باربارا ووډوارډ وویل، چې افغان مېرمنې اوس دوه غوراوي لري: «یا به خپل ماشومان پلوري او یا به هم په لوږه کې پاتې کیږي.»

د امنیت شورا په دې غونډه کې د پاکستان، هند، قطر، روسیې او سویس استازو هم د افغانستان پر بشري وضعیت او د خوړو پر ناخوندېتوب اندېښنه ښودلې.

افغانستان: تر ۳ میلیونه ډېر خلک په خوارځواکی اخته دي
افغانستان: تر ۳ میلیونه ډېر خلک په خوارځواکی اخته دي

د دې شورا اعلامیې د پاکستان د استازي محمد امیر خان له قوله لیکلي: «آټکل شوی چې ۱۵،۳ میلیونه افغانان په لوړه کچه د خوړو له ناخوندېتوب سره مخامخ دي.»

د هند استازي بیا په دې برخه کې له افغانانو سره د ۵۰ زره میټریک ټن غنمو د مرستې خبره کړې ده.

د روسیې استازي دیمتري پولیانسکي بیا په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ ډېره پړه پر لوېدیځو هېوادونو اچولې.

نوموړې د بیلګې په توګه افغانستان یاد کړی چې له لوږې او بې وزلۍ څخه د راوتلو شل کلنې هڅې ځکه بې پایلې دي چې امریکا او متحدینو یې غوښتل دغه هېواد د لویدیځ په بڼه ولسواک کړي.

هغه زیاته کړې: «ډېر د خوړو حاد بحرانونه د امریکا او متحدینو له خوا یې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول هڅول شوي دي.»

په افغانستان کې خوارځواکي

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان تازه شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه خلک په خوارځواکی اخته دي.

دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې په روان کال کې یې له خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه د ۴ میلیونه ښځو او ماشومانو سره د ځانګړو خوړو مرسته کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د م.م د امنیت شورا غونډه؛ د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*