هېواد کې د نننۍ زلزلې مرګ‌وژبله او زیانونه

پېښو ته دنننۍ زلزلې د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې د هرات ولایت د «زنده جان ولسوالۍ» په درې کلیو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او نږدې ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي سایق په یوې ویډیو کې ویلي چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې ځينې کورونه په نیمه بڼه ویجاړ شوي دي.

.د هېواد د لوېدیځو هرات، فراه او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي وایي چې نن (شنبه، تلې ۱۵مه) څو پرله‌پسې زلزلو د دوی سیمې لړزولې دي

د امریکا جیولوژیکي سروې مرکز یا (USGS) هم ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې د شنبې په ورځ لږ تر لږه شپږ زلزلې شوې دي.

د یاد مرکز معلومات ښیي چې د شنبې ورځې وروستی زلزله د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې شوې چې د ریکټر کچې درجه یې پنځه اعشاریه نهه او د ځمکې لاندې ژوروالی یې اووه کېلومټره ښودل شوی دی.

تر دې دمه د یادو پېښو له امله د اوښتو زیانونو و مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نشته.

ورته مهال، د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د ایران ځینې برخې په ځانګړې توګه مشهد ښار هم د شنبې په ورځ زلزلې لړزولی دی.

د دې راپورونو پر بنسټ، دا زلزله د ترکمنستان او ازبیکستان په ځینو سیمو کې هم احساس شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هېواد کې د نننۍ زلزلې مرګ‌وژبله او زیانونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*