د پاکستاني او ایراني پوځیانو له ناوړه چلنده د افغان کډوالو شکایت

ه پاکستان او ایران کې ځينې افغان کډوال د دغو دوو هېوادونو د پوځیانو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

په دې منځ کې په پاکستان کې ځینې کډوال وايي چې د دغه هېواد د پولیسو له لوري هغه افغان کډوال هم نیول شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا غړی زمان زمان وايي:«تراوسه هېڅ بنسټ او د ملګرو ملتونو سازمان دفتر او نړۍوالې ټولنې ستونزو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.»

په ایران کې افغان کډوال احمد هم څرګندوي:«له څو ورځو راهیسې په اصفهان ولایت کې افغان وګړي په وحشیانه توګه ربړول او ځورول کېږي.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو په دوام، د اسلامي امارت سر کونسل، په کراچۍ ښار کې د افغان کډالو د نیول کېدو د لړۍ له چټکتیا خبر ورکوي.

عبدالجبار تخاري وايي، د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم درلودل، د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.

پاکستان کې د اسلامي امارت سر کونسل وايي:«ډېر افغانان نیول شوي او توقیف شوي چې شمېر یې له ۹۰۰ اوړي. د هغوی ګڼ شمېر هغه افغانان دي چې قانوني سندونه هم لري او د کونسلګرۍ په هڅه توانېدلي یوو چې د هغوی ۲۰۰ تنه چې قانوني اسناد یې لرل ازاد کړو او خپلو کورونو ته یې ستانه کړو.» 

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله داسې وايي:«زموږ غوښتنه همدا ده چې له کډوالو سره باید قانوني چلند وشي، اسلامي او انساني چلند وشي، ونه ځورول شي، بندیان نه‌شي که‌چېرې اسناد هم نه‌لري باید په سوله‌ییزه توګه هېواد ته ستانه کړل شي.»

د کډوالو د حقونو په چارو کې ځينې فعالان بیا ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د نیولو او له هغوی سره د بد چلند مخه دې ونیول شي.

د کډوالو د حقونو په چارو کې فعاله اصفه ستانکزۍ وايي:«د ډېریو هېوادونو په واسطه د کډوالو لپاره د بنسټيز پروګرام تشه، د دوی د اوږدمهالي لید نشتون ته ورګرځي، که‌چېرې لیدلوري په دې ډول مخته ولاړ شي، له شک پرته د کډوالو د ډېریو کوربه هېوادونو ستونزې به حل شي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، نږدې درې مېلیونه افغان کډوالو په پاکستان، درې مېلیونه نور په ایران او یو مېلیون نور په نورو بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستاني او ایراني پوځیانو له ناوړه چلنده د افغان کډوالو شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*