د پاکستان حکومت د ځینو ښارګوټو مالکانو ته: له خپلو کورونو افغان کډوال وباسئ

د پاکستان حکومت د اسلام اباد په یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو کې د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو لپاره د پاکستان حکومت له یوې میاشتني ضرب‌الاجل ټاکلو وروسته نن او پرون د اسلام اباد په دوو بېلابېلو سیمو کې مېشتو افغان کډوالو ته د کورونو د خاوندانو له لوري په لیکلي بڼه خبرداری ورکړل شوی چې ژر تر ژره باید له کورونو ووځي.

ازادي راډيو ته د دغه خبرتیاوو یوه یوه کاپي رسېدلې ده.

په دې خبرتیاوو کې راغلي: “د کورونو او پلازو ټول مالکان مکلف دي چې افغان کډوال له خپلو کورونو وباسي. دا امر د پاکستان د حکومت له لوري شوی او د نه عملي کېدو په صورت کې به د کورونو مالکان له سختې قانوني سزا سره مخ شي.”

د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغه خبرتیا په اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډيو هم دغه لیکلی خبرداری په خپلواکه توګه نه شي تاییدولي، خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا رییس میر احمد روفي ازادي راډيو ته وویل چې دغه خبرتیا یې ترلاسه کړې ده.

هغه وویل: “په جناح ګارډن او بي۱۷ کې د افغان کډوالو لپاره د کورونو او دوکانونو د خالي کولو رسمي ابلاغیه خپره شوې او دوی ته وخت ورکړل شوی چې باید کورونه خالي کړي، د سرغړونې په صورت کې ویل شوي چې قانوني سزا به ورکړل شي.”

د اسلام اباد د جناح ګارډن استوګنیز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو هم هم ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته د کورونو د خاوندانو له لوري دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی څو له دغې سیمې ووځي.

په دې ښارګوټي کې مېشته یوه افغان کډواله منیژه چې نږدې یو کال وړاندې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته کډواله شوې وايي، نن سهار یې د کور د مالک له لوري دغه خبرتیا ترلاسه کړې ده.

هغې زیاته کړه: “نن سهار مې د کور د مالک له لوري یوه لیکلې خبرتیا ترلاسه کړه، او راته یې وویل چې باید په دوو اوونیو کې کور خالۍ کړئ، ما ورته وویل چې ولې؟ زه خو ویزه او دلته د اوسېدو قانوني اسناد هم لرم، غیر قانوني نه یم راته وویل شول چې دا خبرداری د پاکستان د حکومت له لوري دوی ته ورکړل شوی دی او دوی اړ دي چې له مخې یې عمل وکړي.”

د همدې ښارګوټي یو بل اوسېدونکي بسم‌الله ازادي راډيو ته وویل: “دلته یوه اعلامیه خپره شوې او په کې د کورونو له ملکانو غوښتنه شوې چې افغانان وباسئ، موږ ته په افغانستان کې د اوسېدو لپاره هېڅ نه دي پاتي ځکه موږ له خطره راتښتېدلي دي، سره له دې چې دلته د اوسېدو قانوني اسناد هم لرو، خو دوی وايي چې موږ له اسنادو سره کار نه لرو یوازې له پاکستانه ووځئ.”

د پاکستان حکومت د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د دوی د شمېرو له مخې ۱ عشاریه ۷۳ میلیونه افغان کډوالو ته چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري ضرب‌الاجل وټاکه چې د روانې میاشتې تر پایه له دې هېواده ووځي که‌نه دوی به یې پر وړاندې سخت اقدامات وکړي.

که څه هم د پاکستان دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او دا د کډوالو د حقونو په برخه کې سرغړونه بلل شوې، خو د پاکستان حکومت تر دې دمه په خپل دریځ کې د بدلون کوم څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت ویلي چې د دوی د کډوالو او قونسلي چارو ګډ کمېسیون د اسلام اباد د پولیسو له مشر سره لیدلي او د کډوالو پر وړاندې یې د پولیسو له ناسم چلنده ورته شکایت کړی دی.

د سفارت له لوري په دې اړه په خپور شوي بیان کې راغلي چې له مقابل لوري یې د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو د نه نیولو ډاډ ترلاسه کړی دی.

خو په تېرو څو ورځو کې د اسلام په بېلابېلو سیمو کې د سلګونه داسې افغان کډوالو د نیولو راپورونه خپاره شول چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یو بیان کې چې د دغه وزارت په ایکسپاڼه نن خپور شوی ویلي، له پاکستانه خپل د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې بهیر تېز شوی دی.

دغه وزارت لیکلي چې یوازې په تېرو څلورو ورځو کې د سپین بولدک-چمن له لارې ۳۵۰ افغانې کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوي او که جبري ستنې کړل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان حکومت د ځینو ښارګوټو مالکانو ته: له خپلو کورونو افغان کډوال وباسئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*