د پاکستان پوځ ومنله چې بلوچستان کې یې پنځه سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې یې له وسلوالو سره په چاودنه نښته کې پنځه سرتېري وژل شوي او په مقابل کې یې درې وسلوال وژلي دی.

د پوځ د اعلامیې له مخې، پرون اول د دوی پر ګاډي چاودنه او بیا نښته شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان سرپرست سروزیر میر علي مردان خان ډومکي د سرتېرو په وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.

هغه نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سولې او امن لپاره د دغو سرتېرو قرباني به هېره نه کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان پوځ ومنله چې بلوچستان کې یې پنځه سرتېري وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*