د پنجشېر ګیلاس به روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي

3
1
Photo: Sergei Karpow

د پنجشېر ګیلاس به روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي

د اوزبېکستان او قرغېزستان دوو سوداګرو د پنجشېر له ځایي چارواکو سره په کتنه کې ویلي، د دغه ولایت نږدې سل ټنه ګیلاس به د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته صادر کړي.

سوداګرو دغه راز زیاته کړې چې د ګیلاس ترڅنګ به د پنجشېر نورې مېوې هم منځنۍ اسیا ته صادرې کړي.

د قرغېزستان یوه سوداګر، حاجي زاهد په دې اړه ویلي: “موږ نه یواځې د پنجشېر ګیلاس صادرو، بلکې هڅه کوو چې انګور، مڼې او انار هم که په پنجشېر یا نورو ولایتونو کې وي اوزبېکستان، قرغېزستان او په ځانګړې توګه مسکو ته یې صادر کړو.”

 د اوزبېکستان سوداګر، ادلي هم په دې اړه ویلي:”موږ له دې مخکې هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریز فعالیتونه درلودل او ښه پایله یې درلوده. اوس پلان لرو چې نور سوداګر هم چې له پخواني شوروي اتحاد هېوادونو سره اړیکې لري، وهڅوو څو په ځانګړي ډول د وچو مېوو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه او سوداګري پراخه کړي.”

د پنجشېر یو اوسېدونکی، عبدالباسط بیا په دې اړه وايي: «پخوا ګیلاس په لوړ قیمت نه پلورل کېده، خو اوس له نېکمرغه خلک له بهره راځي او ګیلاس له افغانستان وړي چې بازارونه یې لا ښه کړي دي.»
 
تر دې مخکې، د پنجشېر د ګیلاسو حاصل پاکستان او هند ته صادرېده، خو د پنجشیر ځایي چارواکي وایي، سږ کال د نامعلومو دلایلو له امله دغه صادرات بند شوي دي.

 د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم زیاتوي: « له پنجشېره د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ګیلاسو لېږد په عملي ډول پیل شوی او دا د پنجشېر بڼ لرونکو او د ټول افغانستان لپاره یوه خوشخبري ده، که زموږ پر مخ یوه صادراتي لار بنده شي، بله لار پرانیستل کېږي.»

 د صنعت او سوداګرۍ رییس، امین الحق ماثوري بیا ویلي: «تېر کال ګیلاس هند ته صادرېده، خو سږ کال د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ له امله د صادراتو بازار ټکنی شوی دی. د پنجشېر مڼې، زردالو او انګور هم لوړ کیفیت لري.»

چارواکي وایي، تېر کال د پنجشېر ځینو بڼ لرونکو یوازې د ګیلاسو له پلوره تر ۳۶۰ میلیونه افغانیو زیات عواید ترلاسه کړي وو.

منبع

1 Comment on "د پنجشېر ګیلاس به روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*