د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر برید؛ کانګرس له پنټاګونه وضاحت غواړي

د امریکا د کانګرس نهو غړو د دغه هېواد له دفاع وزیره غوښتي چې، د کابل هوايي ډګر ته نږدې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د ځانمرګي برید پر مهال پر ولسي وګړو د امریکايي ځواکونو د ډزو په تړاو ادعاوې وڅېړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ نېټه زرګونه هېوادوال د هوايي ډګر شاوخوا را ټول شوي وو او غوښتل یې هوايي ډګر ته په رسېدو سره له هېواده ووځي.

خو هغه مهال یوه خونړۍ چاودنه وشوه چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه مهال وویل شول چې یو شمېر کسان د چاودنې له امله نه د ډزو له امله ووژل شول.

دمګړۍ د نږدې دوو کلونو په تېریدو سره د سي ان ان خبري شبکې له قوله د امریکا کانګرس هم د دغه هیواد له دفاع وزارته په یو لیک کې غوښتي چې پر ملکیانو د ډزو مسله روښانه کړی.

د نظامي چارو یوه بل شنونکي، صادق شینواري هم و ویل: امریکا په ناڅاپي او د تمې خلاف ډول له افغانستانه و وتله، دوی باید په هوايي ډګر کې خپل بشپړ امنیت نیولی وای، څو داسې ناوړه برید نه کېدای.

د نظامي چارو شنونکي، محمد متین محمدخیل طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: دا پېښه اوس هم د یوې معما په توګه پاتې ده. ځکه دوی و ویل چې په ۱۷مه ناحیه کې یې هغه کس چې دغه برید یې طرحه کړی و لمنځه وړی خو هلته یې بې ګناه کورنۍ په نښه کړې نو دا یوه استخباراتي موضوع ده او د استخباراتي قضیې لپاره به یو څه تلفات هم وي.

بل لور ته د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته وایي، د دوی څیړنې ښيي چې په یاده پېښه کې یو شمېر کسان د ډزو له امله وژل شوي او له همدې امله د یادې پېښې د وژل شویو او ټپيانو شمېر زیات شو.

د اسلامي امارت ویاند، ذبېح الله مجاهد په دې تړاو وايي: موږ داسې دلایل وموندل چې هغه مهال چې کوم برید شوی و هلته ډزې هم شوې وې چې پر افغانانو شوې وې. له دې سره د تلفاتو شمېر هم زیات شوی و او لیدل شوي وو چې ځينې شهیدان او ټپیان په مرمیو لګیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پنتاګون د ۲۰۲۲ کال په خپلو دوو څېړنو کې ویلي وو چې تر چاودنې وروسته د امریکایي او بریټانیايي ځواکونو له لوري ډزو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او تخلیې په لړ کې د کابل هوایي ډګر کې د چاودنې پړه داعش خراسان ډلې پر غاړه واخيسته، هغه چاودنه چې له امله یې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر برید؛ کانګرس له پنټاګونه وضاحت غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*