د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ

د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې مسوولین وایي چې د دغې ادارې د سرپرست تر مشرۍ لاندې یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.

یادې ادارې په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: «نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت په مشرۍ یوه ګډ پلاوي ازبکستان هېواد ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ.»

سرچینه زیاتوي، په دغه پلاوي کې د اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او ماليې وزارت استازي شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ازبکستان کې به د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې ته د حیرتان ـ مزارشریف رېل‌پټلۍ د انتقال ترڅنګ، له یاد هېواد سره د یوه هوکړه‌لیک نهایي کولو اړوند مفصل بحثونه هم وشي.

یاده اداره وایي: «تمه ده په دغه سفر کې د تفاهم‌لیک له لاسلیکولو سره د حیرتان – مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل شي او په عادي توګه جریان ولري.»

هغه زیاته کړې وه، دغه ځنډ د ازبکستان رېل‌وې له خوا رامنځته شوی او افغان رېل‌پټلۍ اداره په تخنیکي او عملیاتي اړخ کې کومه ستونزه نه لري.

د یادونې ده، ازبکستان ۱۳ کاله مخکې د حیرتان- مزارشریف ترمنځ ۷۵ کیلومتره رېل‌پټلۍ د ۱۲۹ میلیون ډالرو په لګښت جوړه کړې ده.

هجرت الله کاکړ

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*