سور صلیب قره باغ کې له خلکو سره د مرستې لاره ‘بشري اجماع’ غواړي 

سور صلیب قره باغ کې له خلکو سره د مرستې لاره 'بشري اجماع' غواړي
سور صلیب قره باغ کې له خلکو سره د مرستې لاره ‘بشري اجماع’ غواړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمري درېیمه) د لاچین د دهلیزه په اړه د «بشري اجماع» غوښتنه وکړه. دا یوازینۍ لار ده، چې ارمنستان، په اذربایجان کې د ناګورنو-قره باغ له جلا شوې سیمې سره نښلوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ارمنستان او اذربایجان په چارواکو غږ کړی دی،‌ چې جینوا کې مېشتو نړیوالو سازمانونو ته دې اجازه ورکړي، چې په سیمې کې بشري عملیات له سره پیل کړي.

دا کمېټه وايي، چې په وروستي ځل یې چې دغې ګڼ مېشتې سیمې ته مرستې ورسولې، څو اوونې مخکې وې. دې کمېټې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « په دغې سیمې کې خلکو ته زموږ د بشري مرستو کاروانونه نجات دی.»

د دواړو هېوادونو ترمنځ د جولاۍ په لومړیو کې له هغه وروسته کړکیچ راوپارېده چې اذربایجان په موقت ډول د لاچین دهلیز وتړه. په سیمه کې خلک د غذايي، طبي او نورو ضرورو موادو له کموالي سره مخامخ دي.

سره صلیب وايي چې د دغې لارې په بندېدو سره خلک له نورو ستونزو سره هم مخامخ شوي دي او له یو بل سره مرسته نشي کولای. وايي رنځو خلک د نورو په پرتله له ډېر خطر سره مخامخ دي.

اعلامیه وايي: «د دې لپاره چې موږ دلته عملیات وکړو، دواړه اړخونه باید بشري اجماع ته ورسېږي. دا یو حیاتي کار دی او باید ادامې ته یې اجازه ورکړل شي.»

د لاچین دهلیز، چې پنځه کیلو متره لار ده، د روسیې د سوله ساتي ځواک له لورې ساتل کېږي. سره صلیب وايي چې د بشري نړیوال قانون په اساس، دواړه اړخونه باید د ولسي خلکو لپاره بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړي. وايي چې د ۲۰۲۲ د ډسمبر له میاشتې راهېسې یې شاوخوا ۶۰۰ کسان‌، چې عاجلو روغتیايي مرستو ته یې ضرورت لره، له سیمې څخه اېستلي دي.

د ارمنیستان او اذربایجان د ناګورنو-قره باغ په سیمې باندې د مالکیت دعوه لري او دوه ځلې یې خونړۍ جګړې هم کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سور صلیب قره باغ کې له خلکو سره د مرستې لاره ‘بشري اجماع’ غواړي "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*